لښکرګاه (پژواک ١٥ورى ٩٢): د لښکرګاه ښار پاکولو لپاره د سلګونو خلکو په ګډون په داسې حال کې عمومي حشر وشو، چې د دغه ولايت د ښاروالۍ په وينا، چې په دغه پروګرام کې د خلکو ګډون کمرنګه و.
د لښکرګاه ښاروال محمد فاضل د وري په ١٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه حشر کې د ځينو دولتي ادارو او ټولنو د غړو په ګډون سلګونو تنو ګډون کړى وو.
نوموړي زياته کړه، څو ځلې يې د رسنيو له لارې غوښتي وو، چې د ځينو بنسټونو ترڅنګ دې د ښار ټول وګړي په دغه حشر کې برخه واخلي، څو د ښار هره برخه پاکه شي؛ خو داسې ونه شول.
دا په داسې حال کې ده، شاوخوا لسو بېلابېلو بنسټونو په ګډه، يوه اونۍ وړاندې پړېکړه وکړه، چې د يو حشر له لارې به ښار پاکوي او د دغه کار لپاره په ځينو رسنيو کې تبليغات هم وشول.
ښاروال زياتوي، د لښـکرګاه ښـار نږدې ټول سړکونه پاخه شوي خو د ښار ځيني اوسېدونکي د خپلو کورونو مخه نه پاکوي، چاپېريال يې خراب او د ښار ښکلا يې بې رنګه کړې ده.
د ساپي په خبره، د ښاروالۍ پرسونل دومره نه دى چي د دغه لوى ښار هرې برخې ته ځان ورسوي له دې امله هڅه کوي چې عموعي حشر په خلکو کې دود کړي.
د حشر يوه ګډونوال او د لمر تلويزيون خبريال بريالي رحيمي پژواک اژانس ته وويل: ((په خپله د ښار په پاکونه کې برخه اخلم ،له څو تنو ښاريانو مې هم وغوښتل چې د ښار پاکولو په حشر کې برخه واخلي، خو هغوى ونه منله.))
رحيمي زياته کړه، چې ښاروالي دې د عامه پوهاوي لپاره ځانګړي پروګرامونه په لاره واچوي تر څو هر څوک د خپل احساس له مخې خپله کوڅه او سيمه پاکه وساتي .
د لښکرګاه د خيبر جادې اوسېدونکى لعل محمد وايي: ((پاکي د ايمان جز دى، خو ښاروالي خپل مسووليت ته چندانې پام نه کوي، بايد د ښار په هره سيمه کې کثافتدانۍ جوړې کړي.))
هغه زياتوي، که په خلکو کې د ښار پاکولو حشرونه دود شي دا به له ښاروالۍ سره ستره مرسته او هم به چاپېريال پاک ساتل شوى وي.
د لښکر ګاه ښاروالي په پام کې لري د راتلونکې لپاره د ښار پاکولو عمومي حشرونه ترسره کړي او هم په دې اړه خلکو ته عامه پوهاوى ورکړي.









