منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د يوه قوماندان په ګډون د څلورو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۹ کتنې

اسعداباد (پژواک ١٥ ورى ٩٢) په کونړ کې د دوو امنيتي پېښو له امله د يوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال او يو سرحدي پوليس وژل شوي دي.

په کونړ کې مېشت د ملي اردو د دوىمې لوا د عامه اړيکو امر جګړن هاروي يوسفزي د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دانګام ولسوالۍ په کارتوت سيمه کې يې يو طالب قوماندان له څپلو څلورو ملګرو سره وژلى دى.

نوموړى وايي، دغه عمليات، چې دوه ورځې مخکې په دانګام کې پيل شوي وو، نن پاى ته ورسېدل.

دانګام ډيورنډ پولې ته ځېرمه ولسوالي ده، چې وخت ناوخت پرې د پاکستان له خاورې راکټي بريدونه هم کېږي.

تېره ورځ په دانګام کې د ملي اردو څلور سرتېري هغه مهال ووژل شول، چې د يو ماين په شنډلو بوخت وو او پرې واچاودېد.

دغه راز د کونړ په يو بله ولسوالۍ ناړۍ کې د سرحدي پوليسو يو سرتېرى د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

د کونړ د والي وياند وايي، چې د سرحدې پوليسو سرتېرى هغه مهال د ماين چاودنې وواژه، چې په سيمه کې يې خپلې پوستې ته اوبه وړې.

وسله والو تر دې مهال د دانګام او ناړۍ د پېښو په اړه څه نه دي ويلي.