منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۳ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

په لوګر کې د ښوونکو د ښارګوټي ځمکه غصب شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

پل علم (پژواک، ٢ غويى ٩٢): د لوګر ښوونکي وايي، چې دوه کاله مخکې د ښوونکو د ښارګوټي پرانيسته وشوه، خو تر دې مهاله يې دوى ته ځمکې او د کور لپاره نومرې نه دي ورکړي.

د محمداغې د کتب خېلو لېسې ښوونکى محمداکبر وايي، چې درې کاله مخکې يې هغه فورمه ډکه کړه، چې له مخې به يې ښوونکو ته د کور ځمکې وېشل کېدې، خو دا دى درې کاله تېريږي د ځمکې خاوند نه شو.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، هر ښوونکى شل دېرش کاله خدمت وکړي، خو بيا يې هم ستونزو ته پاملرنه نه کېږي او تر ټولو ټيټ امتياز ورکول کېږي.

د محمداغې د پوهنې مدير فقيرمحمد وايي، د کور نشتوالى د ټولو ښوونکو ګډه ستونزه ده، خپل غږ يې تر ولايت او ان تر وزارت پورې هم رسولى دى.

نوموړى وايي، درې کاله مخکې د پوهنې وزارت مرستيال اصف ننګ له لوري د لوګر د ښوونکو ښارګوټى پرانيستل شو، خو تر نن پورې يوه ښوونکي ته هم د کور لپاره ځمکه نه ده ورکول شوې.

هغه زياتوي، په لوګر کې زورواکو ځمکې لاندې کړې او د ښوونکو د ښارګوټي د غصب وېره هم را پيدا شوې ده، چارواکي يې بايد د غصب او لاندې کېدو مخه ونيسي.

د پل علم لېسې ښوونکى محمداسحق ستانکزى په دې چاره کې د پوهنې رياست پړ بولي او زياتوي، چې بايد جدي اقدام وکړي او د ښوونکو ځمکې ورکړي.

ستانکزى زياتوي، په دې اړه يې خپل شکايتونه ولايت، ولايتي شورا او د پوهنې رياست ته رسولي، خو تر دې مهاله يوې ادارې هم تصميم نه دى نيولى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((په يوه تنګ او کنډواله کور کې شپې تېروم، زما په څېر داسې ډېر ښوونکي شته، چې تر ما بدې ورځې تېروي.))

د لوګر ولايتي شورا هم د ښوونکو د ځاى د نشتوالي ستونزه مني او په دې اړه له خپل لوري د هڅو خبرې کوي.

د ولايتي شورا رييس ډاکټر عبدالولي وکيل وايي، چې د ښوونکو د حق غوښتنه يې کړې او په دې اړه يې له اړوندو ادارو او چارواکو سره څو وارې ستونزه ياده کړې ده.

نوموړى زياتوي، د ښوونکو ښارګوټي لپاره په ځانګړې شوې ځمکه باندې د شخصي ملکيت دعوه شوې او دغه راز په هغو سيمو کې، چې د ښارګوټي لپاره ځمکې شته، هلته امنيتي حالت سم نه دى.

د پوهنې رياست هم د ښوونکو ستونزې او غوښتنې پر ځاى بولي او په دې اړه د هڅو ژمنه ورکوي.

د پوهنې رييس محمداکبر ستانکزى وايي، په پام کې لري په پل علم، بره کي برک، خوشي او محمداغې ولسواليو کې پنځه زره ښوونکو ته ځمکې ووېشي.

ستانکزي پژواک اژانس ته وويل، د ښوونکو د ښارګوټي لپاره د ولسمشر کرزي فرمان په لاس کې لري، خو ځمکه د کرنې د رياست اړوند ده، چې تر اوسه يې د پوهنې رياست ته لېږدول ځنډولي دي.

نوموړى زياتوي، د ښوونکو د ښارګوټي لپاره ځانګړې شوې ځمکه باندې د ملکيت دعوه شوې، چې له امله يې د نومرو وېش ځنډېدلى دى.

د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير همايون عمر د پوهنې رياست پړه نه مني او زياتوي، چې دوى تر خپله وسه مسووليت له غاړې اړولى او د ښوونکو د ښارګوټي ځمکه يې بېله کړې ده.

نوموړى زياتوي، په لوګر کې ستره ستونزه د اشخاصو له لوري پر دولتي ځمکو د ملکيت ادعا ده، چې ادارو ته د لېږد پروسه يې ځنډولې ده.

د لوګر ښاروال سيف الله مجاهد وايي، که دوى ته د ښوونکو د ښارګوټي ځمکه وسپارل شي، د ښاري خدماتو د پلي کېدو په برخه کې به مرسته وکړي.

ښاروال زياتوي، درې کاله مخکې د پوهنې وزارت له لوري په رسمي توګه د ښوونکو د ښارګوټي پرانيسته وشوه، خو له هغه يوه مياشت وروسته زورواکو د دې ځمکې د ملکيت دعوې راپورته کړې.

په لوګر کې اوسمهال ٢٨٢ ښوونځي فعال دي، چې په کې ٣١٥٢ ښوونکي د تدريس چارې پر مخ وړي.