کندوز ښار ( پژواک ٦ غويى ٩٢ ) : د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې پنځه سيمه ييز پوليس له تر مسمومېدو وروسته وژل شوي دي.
د درشت ارچي ولسوالۍ وياند نظر محمد د غويي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا پېښه تېره شپه ددې ولسوالۍ د شاهروان په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه ، چې د پوليسو پوستې ته يوتن مېلمه راغلى و او په خوړو کې يې د زهرو له ګډولو سره سيمه ييز پوليس مسموم کړي او بيا يې وژلي دي.
د نوموړي په وينا، په وژل شويو کسانو کې د پاچا خان په نامه ددې پوستې قوماندان هم شامل دى.
د ولسوالۍ دغې سرچينې وويل ، چې بريد کوونکي له وسله والو طالبانو سره اړيکې درلودې او تر تېښتې وړاندې يې د سيمه ييزو پوليسو جسدونه او پوسته يې سوځولې ده.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبادالله تلوار بيا وايي، چې په دشت ارچي کې درې سيمه ييز پوليس او دوه ملکي وګړي وژل شوي ، چې پلټنې يې پيل کړې دي.
وسله والو طالبانو ددې سيمه ييزو پوليسو د وژلو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
ياده سيمه ددشت ارچي او د تخار د خواجه غار ولسواليو ترمنځ موقعيت لري، دخواجه غار ولسوال ملا محمد عمر هم دغه پېښه تاييد کړې ده.
ديادونې ده ، چې په دې وروستيو کې د سيمه ييزو پوليسو د داډول وژنو پېښې زياتې شوې دي.
په غزني ولايت کې په دا ډول دوو پېښو کې شاوخوا ٣٠ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.