ژبه

د پنجوايي پاڅون کوونکي ښوونځي او روغتيايي مرکزونه غواړي

کندهار ( پژواک ٩ غويى ٩٢ ) : په کندهار کې د وسله والو طالبانو پر ضد د پنجوايي ولسوالۍ پاڅون کوونکي وايي، چې د خپلو سيمو د امنيت ساتلو په موخه يې شپه او ورځ پر ځان يوه کړې، خو دولت لا هم نه دى توانېدلى، چې د هغوى په سيمو کې د بيارغونې کارونه پيل کړي.

پاڅون کوونکي ښوونځي او روغتيايي مرکزونه خپلې لومړنۍ اړتياوې ګڼي او له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د هغوى د ځوانانو لپاره دې د کارونو د موندلو ترڅنګ د کرنې د ودې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د پنجوايي ولسوالۍ چارواکي مني، چې د پاڅون کوونکو په مرسته د ولسوالۍ امنيت تر پخوا ښه شوى، خو وايي چې د ځينو ستونزو له امله نه دي توانېدلي، د بيارغونې په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.

پنجوايي د کندهار ښار په لوېديځ کې د ٢٥ کيلومتره په واټن پرته ولسوالۍ ده، دغلته څه باندې دوه مياشتې وړاندې د سيمې اوسېدونکو د وسله والو طالبانو پر ضد وسلې واخيستې او هغوى يې له خپلو سيمو وويستل.

دغه ولسي پاڅون په لومړيو کې د پنجوايي له زنګ اباد سيمې څخه پيل شو، خو د څه مودې په تېرېدو نورو کليو ته هم وغځېد، چې د پاڅون کوونکو په وينا، اوس دغه لړۍ شاوخوا ١١ کليو ته رسېدلې ده.

د پاڅون کوونکو مشر عبدالودود له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل، د سيمې خلکو په خپلو پراخو هلو ځلو امنيت تامين کړى او د وسله والو طالبانو د هر راز فعاليتونو مخه يې نيولې ده.

هغه وويل، پاڅون لومړى د پنجوايي ولسوالۍ له زنګ اباد سيمې څخه پيل شو، وروسته ورسره د څلورو نورو کليو اوسېدونکي هم ملګري شول، خو د څه باندې دوو مياشتو په تېرېدو يې شاوخوا ١١ کلي تر پوښښ لاندې راوستلي دي.

نوموړي زياته کړه : ((موږ د وسله والو د ظلمونو له لاسه پاڅون وکړ او د هغوى پر ضد مو وسلې را واخيستې، ما خپل اته ځوانان زامن له ځان سره ملګري کړل او خلکو ته مې وويل، چې نور دا د زغم وړ نه ده، چې وسله وال دې هره ورځ زموږ د کورونو مخې ته ماينونه ږدي، زموږ ځوانان دې له دولت سره د تړاو په تور وژني.))

د عبدالودود په وينا، تر دې مهاله د پاڅون ځوانانو په سلګونو هغه ماينونه له خاورو را وويستل، چې وسله والو طالبانو تر ځمکې لاندې خښ کړي وو او دغه راز سلګونه نور يې پوليسو ته وښودل، چې د هغوى په مرسته را وويستل شول.

دى وايي، د پاڅون له لومړۍ ورځې ځوانان شپه او ورځ ګزمې کوي، تر څو د طالبانو د فعاليتونو مخه ونيسي، دغه راز عام خلک هم له هغوى سره مرسته کوي او په دې لړ کې پاڅونوالو او پوليسو ته د مخالفينو د پټنځايونو او فعاليتونو په اړه معلومات ورکوي.

د پاڅون کوونکو مشر وويل: ((اوسمهال د پاڅون کوونکو شمېر سلګونو ته رسېدلى دى، په لومړيو ورځو کې مو يوازې څلور کلي تر واک لاندې وو، خو اوس نژدې ٦ زره کورونه زموږ ملاتړ کوي او له خپلو سيمو څخه يې وسله وال مخالفين شړلي دي.)) 

د عبدالودود په خبره، د سيمې اوسېدونکو پخوا ښه ژوند درلود او د چا مرستې ته اړ نه وو، خو د مخالفينو له لاسه يې ورځ بده شوه، کرنه او مالداري يې زيانمنه شوه، د کورنۍ غړي او کليوال يې په جګړو او ماينونو کې ووژل شول او ګڼ نور معلول شول.

دى وايي، وسله وال مخالفين، چې ډېر يې د پولې له هغې غاړې څخه دلته راځي، هڅه کوي، چې هغوى له منځه يوسي، خو پاڅون کوونکو په وار وار د هغوى پلانونه شنډ کړي او په دې وروستيو کې يې ګڼ مهم کسان يا خو ژوندي نيول شوي او يا هم وژل شوي دي.

عبدالودود وويل، تر دې مهاله د سيمې اوسېدونکو د کليو امنيت خوندي کړى او مخالفينو ته يې اجازه نه ده ورکړې، چې خپل فعاليتونه بيا پيل کړي، خو حکومت خلکو ته په اسانتياوو برابولو او د بيا رغونې د کارونو په پيلولو کې پاتې راغلى دى.

هغه يادونه وکړه، چې اوسمهال د هغوى لومړيتوب دا دى، چې سيمې يې بيا د مخالفين په ولکه کې و نه لوېږي.

خو نوموړي دا هم وويل، چې د سيمې اوسېدونکي او سمهال ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو ته سخته اړتيا لري.

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزى هم دا مني، چې پاڅون کوونکو په خپلو هلو ځلو د کليو امنيت خوندي کړى دى، خو حکومت په دې کې پاتې راغلى، چې دغلته د بيا رغونې، پوهنې او روغتيا په برخو کې د اسانتياوو برابرولو ژمنې پوره کړي.

هغه پژواک ته وويل، چې تر پاڅون را وروسته يې په سيمه کې د بلندي په نوم يو ښوونځى پرانيستى، چې نژدې ٢٠٠ ماشومان پکې زده کړې کوي.

نوموړي دغه راز زياته کړه ، چې د ولسوالۍ له مرکز څخه يې د پاڅون تر سيمې ٢،٥ کيلو متره سړک هم پوخ کړى او د يو شمېر مرستندويه ادارو په مرسته يې په وار وار د سيمې له اوسېدونکو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته کړې ده.

اسحاقزي په دغو سيمو کې د بيارغونې د پراخو پروژو د نه پلي کېدو لامل د مرستندويه ادارو د پلانونو سخت پړاوونه و ګڼل، خو ويې ويل، چې بېلا بېلې ادارې يې دې ته اماده کړې، چې دغلته د بيا رغونې په برخه کې مرسته وکړي.

هغه ژمنه وکړه، چې ډېر به په سيمه کې د ويالو، سړکونو او پلچکونو د جوړېدو دوې لويې پروژې عملي شي، چې ځوانانو ته به د کار موندلو تر څنګ کرنه هم وده وکړي.

پنجوايي ولسوالۍ، چې يو مهال په کندهار کې د يو شمېر ولسواليو په کتار کې د وسله والو مخالفينو د مهم مرکز په توګه پېژندل کېدله، اوس يې امنيت څه نه څه ښه شوى دى.

د روان ٢٠١٣ کال په فبروري کې په دغې ولسوالۍ کې ولسي خلکو د طالبانو پر ضد وسلې واخيستې او طالبان يې اړ کړل، چې دغه سيمه پرېږدي.

د پنجوايي ولسوالۍ چارواکي وايي، چې د پاڅون کوونکو مشرانو او قومي مخورو ته يې د وسلو پر ورکړه سربېره، د پاڅونوالو ٣٥ تنه په سيمه يیزو پوليسو کې هم پر دنده ګمارلي دي.

ورته موضوع