Language

د کندهار د ولسواليو په لارو کې ماينونو خلکو ته ګواښونه ډېر کړي

کندهار (پژواک ٥ چنګاښ ٩٢): د کندهار د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې ښار ته پر غځېدلو لارو د ماينونو له امله تګ راتګ نه شي کولاى، چې له امله يې ژوند له ستونزو او کړاوونو سره مخ شوى دى.

دغه شکايتونه خلک په داسې حال کې کوي، چې همدا تېره ورځ خاکرېز ولسوالۍ ته پر لاره د ملکي خلکو پر يوه ټونس موټر د ماين د چاودنې له امله د اتو مېرمنو، دوو ماشومانو او يوه نارينه په ګډون ١١ تنه ووژل شول او دوه نور ټپيان وو.

د يو شمېر نږدې ولسواليو تر څنګ غورک، ميانشين، ښوراوک او رېګستان هغه لرې پرتې ولسوالۍ دي، چې له کندهار ښار څخه ورغلې لارې خامې او وسله والو مخالفينو پر ماينونو پوښلې دي.

د دغو ولسواليو اوسېدونکي او دولتي چارواکي وايي، چې د ماينونو او وسله والو مخالفينو له وېرې پر دغو لارو هېڅوک تګ راتګ نه شي کولاى، چې دغه حالت د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړى دى.

غورک د کندهار ښار شمال لور ته د ١٠٠ کيلومتره په واټن پرته ولسوالۍ ده، چې له هلمند او اروزګان ولايتونو سره ګډه پوله لري.

دغه ولسوالي پر له پسې څو کاله د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې وه، چې نږدې يو نيم کال وړاندې د نظامي عملياتو په پايله کې د هغوى له ولکې و ايستل شوه.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له څو مياشتو راهيسې يواځې د ولسوالۍ ودانۍ او ودانۍ ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو قرارګاه د حکومت په ولکه کې ده، خو په کليو او د کليو تر منځ پر غځېدلو لارو لا هم وسله وال فعاليت لري.

د غورک يوه اوسېدونکي عبدالقدوس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له غورک ولسوالۍ څخه د کندهار تر ښاره غځېدلې لاره پر ماينونو پوښلې ده، چې نه حکومت او نه هم د سيمې اوسېدونکي ترې استفاده کولاى شي.

هغه زياته کړه، د سيمې اوسېدونکي له څو ورځو پلي مزل وروسته لومړى د هلمند سنګين ولسوالۍ ته ځي او له هغې لارې بيا کندهار ښار ته د خپلو اړتياوو د پوره کولو په موخه په ډېره کړاو سفر کوي.

دى وايي، د بېلابېلو کليو اوسېدونکو په وار وار له دولتي چارواکو غوښتنه کړې، چې لارې دې له ماينونو پاکې کړي او د خلکو پر مخ دې پرانيزي، څو خپل ورځنى ژوند په ارامه تېر کړي.

څو اونۍ وړاندې د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال هم د ولايت مقام په اونيزه نظامي غونډه کې امنيتي ځواکونو ته خبردارى ورکړى و، چې که غورک ولسوالۍ ته غځېدلې لارې نه شي خلاصولاى، نو اړوند امنيتي چارواکي دې خپلې دندې پرېږدي.

د کندهار شمالي غرنۍ ولسوالۍ ميانشين، چې له ښاره ٧٥ کيلومتره لرې پرته ده، تر اوسه يې لاره د ماينونو له امله بنده وه، خو يوه اونۍ وړاندې چارواکو خبر ورکړ، چې دې ولسوالۍ ته غځېدلې لاره يې خلاصه کړې ده.

خو د دې ولسوالۍ چارواکي وايي، چې لا هم د ١٥ کليو اوسېدونکي د ولسوالۍ مرکز ته نه شي راتلاى، ځکه په لارو کې د مخالفينو خښ شوي ماينونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي او له ولسوالۍ سره يې د خلکو اړيکې پرې کړې دي.

د ميانشين ولسوال روزي خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې سيمې اوسېدونکي اوس تر شپږو ساعتونو لارې وهلو وروسته د اروزګان، خاص اروزګان ولسوالۍ او د زابل اټغر ولسوالۍ ته ځي او هلته خوراکي او غير خوراکي توکي رانيسي.

د ده په وينا، که ټوله لاره خلاصه او له ماينونو پاکه شي، نو خلک به کندهار ښار ته په دوو ساعتونو کې رسېږي.

بلخوا د کندهار ښوراوک هم د هغو ولسواليو له ډلې ده، چې اوسېدونکي يې د خرابې لارې او د ماينونو له وېرې د خپلو اړتياوو د پوره کولو او د ناروغانو د درملنې په موخه د پولې پورې غاړې ته ځي.

د کندهار د ښوراوک ولسوال عبدالنافع بړېڅ وايي، د ښوراوک، سپين بولدک تر منځ غځېدلې لاره د ډېرو درو، تپو او غرونو په منځ کې په خراب حالت تېره شوې ده، نو ځکه پرې خلک تګ راتګ نه شي کولای.

دی وايي، د ولسوالۍ خلک يې لومړى د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته اوړي او بيا بېرته د سپين بولدک ولسوالۍ د وېش-چمن له لارې کندهار ښار ته راځي.

خو د کندهار د ټولګټو چارو رييس عبدالمحمد احسان وايي، چې روانه اونۍ له ښوراوک څخه سپين بولدک ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک د پخولو چارې پيلوي، چې ٩٠ کېلو متره اوږد دی.

هغه وايي، دغه سړک د شاوخوا ٧٥ ميليونو ډالرو په لګښت د فوايد عامې وزارت له لوري په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.

د ده په خبره، د ياد سړک جوړېدل به دوه کلونه وخت ونيسي، چې په دې توګه به ښوراوک ولسوالي له سپين بولدک ولسوالۍ سره وتړل شي او د خلکو د کلونو کلونو ستونزو ته به د پاى ټکى کېښودل شي.

د کندهار امنيتي چارواکي هم وايي، چې د يو شمېر ولسواليو د لارو د خلاصولو په موخه يې عمليات پيل کړي دي.

په کندهار کې د ملي اردو د درېيمې لوا قوماندان بريد جنرال مرتضى په کندهار ولايت مقام کې جوړې شوې اونيزې امنيتي غونډې ته وويل، چې غورک ولسوالۍ ته غځېدلې لاره يې له هغو ماينونو پاکه کړې، چې وسله والو طالبانو د تېرو څو مياشتو په اوږدو کې خښ کړي وو.

هغه وويل، اوسمهال يې د دې لارې امنيت خوندي کړى او خلکو پرې تګ راتګ پيل کړى دى.

د کندهار د والي وياند احمدجاوېد فيصل وايي، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د غورک ولسوالۍ عمومي لاره خلاصه شوې او د نورو لارو د خلاصولو هڅې کېږي او د امکاناتو په صورت کې به يې د اساسي رغونې غم هم وخوړل شي.

خو هغه ومنله، چې لا هم وخت په وخت پر دغو لارو وسله وال مخالفين ماينونه ځاى پر ځاى کوي، چې د ملکي وګړو تر څنګ افغان او بهرنيو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اړوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان زېږديز کال د تېرو شپږو مياشتو په اوږدو کې په دغه ولايت کې د ماينونو له امله د ولسي خلکو مرګ ژوبله زياته شوې ده.

د کندهار د ميرويس روغتون سرطبيب ډاکټر محمد داود فرهاد وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې د ماينونو د چاودنو له کبله د کندهار دغه روغتون ته ٥١٤ ملکي وګړي ټپيان وروړل شوي، چې په دې لړ کې ۱۰۳ تنه مړه شوي دي.

په دې شمېر مړو او ټپيانو کې هغه کسان شامل نه دي، چې د ماين په چاودنو کې وژل شوي او هيڅ روغتون ته راوړل شوي نه دي.

Related Topics