“کابل (پژواک ٣١ زمرى ٩٢): د افغانستان د خبريالانو د خونديتوب کمېټې اعلان کړى، چې د روان کال په شپږو لومړيو مياشتو کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٤١ پېښې ثبت شوې، چې مسووليت يې د حکومت، طالبانو او ناقانونه وسله والو ډلو پر غاړه دى.
د دې کمېټې په شپږ مياشتيني راپور کې چې نن خپور شو، د رسنيو او خبريالانو د وضعيت د څرنګوالي، ګواښونو او ننګونو او هم په افغانستان کې د بيان ازادۍ د راتلونکي په اړه په کې اندېښنه څرګنده شوې ده.
د دې کمېټې غړي نجيب الله شريفي نن په کابل کې يوې خبرې غونډې ته وويل، چې ياد راپور د خبريالانو خونديتوب په بېلابېلو برخو کې رانغاړي.
ده زياته کړه، د ياد راپور لاسته راوړنې څرګندوي، چې په ٢٠١٣ زېږديز کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٤١ پېښې ثبت شوې، چې د عمده هغو مسوولين يې حکومت، طالبان او غير قانوني وسله وال دي.
شريفي په ډاګه کړه، د اندېښنو زياتوالى او له ٢٠١٤ کال وروسته د بيان د ازادۍ او رسنيو پر وړاندې د دولت بې تفاوتيو غير قانوني وسله والو ته د دې جرئت ورکړى، چې خبريالان وګواښي.
د نوموړي په خبره، حکومت د دې لپاره چې معلوماتي فضا کنټرول کړي، پر رسنيو او خبريالانو به فشار زيات کړي، همداسې به د حکومت وسله وال مخالفين هڅه وکړي، چې په خپلو ورانکاره کړنو د د ټاکنو بهير ګډوډ کړي، نو په دې اساس، کله چې د ورانکارو بريدونه زياتېږي، د خبريالانو پر وړاندې به تاوتريخوالي هم زيات شي، ځکه چې نا امنۍ د خبريالانو له خونديتوب سره مستقيمه اړيکه لري.
شريفي ټينګار وکړ: ((په افغانستان کې له سترو پېښېدونکو بدلونونو سره د بيان د ازادۍ راتلونکى بحث ورک دى ، د دغو رسنيو لپاره هېڅ بحث او ليد لورى نشته، که چېرې رسنۍ په خپله په دې برخه کې اقدام ونه کړي، نو د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنه به بېرته له لاسه ورکړي.))
په راپور کې همدا راز راغلي، چې اقتصادي ستونزو هم پر رسينو منفي اغېز کړى دى.
د راپور لاسته راوړنې څرګندوي، چې په افغانستان کې يو شمېر رسنۍ له بهرنيو مرستو تمويليږي، خو په ٢٠١٢ کال کې چې دغه مرستې په خپل اوج کې وې، دوى کوم داسې پلان جوړ نه کړ، چې رسنۍ پرې په مالي لحاظ وژغورل شي. دغه کار لامل شو، چې ځينې رسنۍ بندې او ځينې خپل کارکوونکي کم کړي.
په راپور کې د خبريالانو کاري خونديتوب ته هم کتنه شوې او وايي، سره له دې چې رسنيز بنسټونه خپلو کار کوونکو ته لازم امکانات نه برابروي، قراردادونه يې هم ډېر وخت داسې چمتو کېږي، چې له يوې رسنۍ نه له وتو وروسته تربلې دندې شپږ مياشتې وزګار وګرځي، دا موضوع په هېڅ قانون کې نه شته.
د دغه راپور پر بنسټ، هغه خبريالان چې د تاوتريخوالي په پېښو کې زيان ويني، نو روغتيايي بيمه يې نه شته، په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې خبريالان جګړه ييزو سيمو ته د تلو پرمهال روغتيايي بيمه لري.
د خبريالانو د خونديتوب کمېټې په خپل راپور کې د خبريالانو د مسلکي وړتيا او تجربې ټيټ والى هم د هغوى پر وړاندې د تاوتريخوالي يو لامل ګڼلى او وايي، چې خبريالان په ځينو برخو کې دا چې مسلک ته پام وکړي شخصي مسايل په نظر کې نيسي او دغه کار مسلکي خبريالي اغېزمنه کړې ده.
راپور څرګندوي، چې د بېلابېلو ډلو او دولتي کارکوونکو له خوا د خبريالانو تطميع کول هم د دې ستونزې يو لامل دى، چې دغه کار تر ډېره په ولايتونو کې رامنځته کېږي.
شريفي بلخ يو له هغو ولايتونو وباله، چې چارواکو يې کوښښ کړى، څو خپلې تشې خبريالانو ته د امتيازاتو په ورکړه پټې کړي، چې دې کار د ژورناليزم او خبريالۍ مسلک ته زيان رسولى .
د راپور لاسته راوړنې څرګندوي، چې په افغانستان کې ښځينه خبريالانې له نورو ټولو زياتې زيانمنې دي، دوى له ټيټې مسلکي پوهې او د تجربې د لږوالي له امله هم له ستونزو سره مخ وي .
راپوروايي، چې ښځينه خبريالانې په رسنيو کې خپل راتلونکي ته په اندېښنه کې دي، په ولايتونو کې شتون يې پيکه شوى او له بلې خوا د ځينو رسنيو د مشرانو او مسوولينو له خوا له هغوى څخه جنسي استفاده هم په رسينو کې ددوى دکار پر وړاندې خنډ جوړ کړى.
دخبريالانو دخونديتوب کمېټې په راپور کې په ډاګه شوې :(( په ډېرو رسنيو کې کارونه او شرايط داسې عيارېږي، چې ښځينه کارکوونکې د خپلو مديرانو نا مشروع غوښتنو ته غاړه کېږدي او په ځينو حالاتو کې مقاومت وکړي، نو دنده له لاسه ورکوي .))
دافغان خبريالانو دخونديتوب کمېټه دغه راپور ته په پام سره دې پايلې ته رسېدلې، چې دخبريالانو او رسنيو پر وړاندې دحکومت دملاتړې ادارې نه شتون ، دژورناليزم پر وړاندې سترې ننګونې رامنځته کړې او که چېرته حکومت د رسنيو دستونزو دحل کولو په برخه کې خپله کړنلاره بدله نه کړي ، نو دغه ننګونې به لا زياتې شي .
يادې کمېتې ځينې وړانديزونه هم کړي ، چې عمده هغه يې د رسنيو او بيان ازادۍ د ودې په اړه دحکومت ريښتنې هڅې، د رسنيو له خوا دخپلو کارکوونکو مسلکي لوړتيا ته پام اړول، د رسنيو دکارکونکو لپاره د اصولو، چلند ، خپرنيزې کړنلارې او عامه پوهاوي وده او دبيان د ازادۍ او افغاني رسنيو پر وړاندې دنړيوالې ټولنې ملاتړي دريځ روښانول تشکيلوي .










