پل علم (پژواک،٦وږى٩٢): په لوګر کې د ١٢ ميليونو افغانيو په ارزښت د اقتصاد رياست ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د لوګر په مرکز پل علم کې، نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ودانۍ د پرانيستې پرمهال د دې ولايت د اقتصاد رييس ذبيح الله فياض وويل، چې د دغې ودانۍ د رغولو چارې دوه کاله مخکې پيل شوې وي.
ده زياته کړه، چې پر دغې ودانۍ ١٢ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې د اقتصاد وزارت له خوا ورکړل شوى دى.
د ده په وينا، دغه دوه پوړيزه ودانۍ په عصري وسايلو سمبال ٨ کاري خونې، د مېلمنو يوه خونه او کنفرانس هال لري.
فياض وايي، له دې مخکې يې په کرايي کور کې خپل کارونه پرمخ وړل، چې له زياتو ستونزو سره مخ وو، خو د دې ودانۍ په جوړېدو سره به يې په چارو کې چټکتيا راشي.










