منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۲ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

” د طالبانو د ماينونو پر وړاندې مبارزه زموږ په لومړيتوبونو کې ده”

· ۶ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

کابل (پژواک ٩ وږى ٩٢): د افغان او ناټو پوځي چارواکي وايي، چې ماينونه د دوى پر وړاندې تر ټولو خطرناکه وسله ده او پر وړاندې يې مبارزه د دوى په لومړيتوبونو کې ده.

دغه چاروکي وايي، چې په دې وروستيو کې يې له ماينونو سره د مبارزې په موخه د افغان ملي ځواکونو د روزنې لړۍ پيل کړې او په دې برخه کې يې په نوو عصري وسايلو سمبال کړي دي.

 د کابل په هوايي ډګر کې د ايساف د ګډې قوماندانۍ د دفتر مرستيال تورن جنرال فرګوس ميکلکلان (Major Generla Fergus Mclachlan) وايي، چې افغان ځواکونو اوس له دغو ماينونو سره د کلکې مبارزې وړتيا پيدا کړې ده.

هغه پژواک اژانس ته زياته کړه: ((موږ له يوه خطرناک دښمن سره مخ يو، ماينونه ډېر خطرناک دي او په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو ډېره مرګ ژوبله هم له دغو ماينونو ده.))

نوموړى وايي، چې د افغان ځواکونو ٥٠ سلنه مرګ ژوبله د همدغو ماينونو له امله ده او ملکي تلفات هم د ماين چاودنو له امله ډېر شوي دي.

خو د ناټو دغه پوځي چارواکى وايي، چې په دې وروستيو کې د خلکو همکاري زياته شوې او خپلو ځواکونو ته د ماينونو په اړه معلومات ورکوي.

هغه زياتوي، چې يواځې په تېرو دريو مياشتو کې زر تنه د ماينونو په چاودنو کې وژل شوي او تر دريو زرو زيات ټپيان دي.

جنرال فرګوس وايي، چې پخوا د ناټو ځواکونو تلفات د همدغو ماينونو له امله زيات وو، خو اوس چې د امنيتي چارو مسووليتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي، نو مرګ ژوبله يې زياته شوې ده.

د نوموړي په وينا، اوس مهال په بېلابېلو سيمو کې د افغان ځواکونو ٢٠٠ ډلې د ماينونو په برخه کې تر روزنې لاندې دي او هره ډله کې درې څلور تنه شامل دي.

د ناټو دغه جنرال وويل، چې د ماينونو په پيدا کولو کې استخبارات مهم رول لوبوي، دغه راز په هوا کې بالونونه او ريموټي  (بې چلوونکي )موټر هم په دغه کار کې اغېزمن دي.

هغه وايي، چې که څه هم د ماينونونو له امله تلفات زيات شوي، خو بيا هم ايساف او افغان ځواکونه په دې توانېدلي چې ٩٠ سلنه ماينونه پيدا او شنډ کړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي هم وايي، چې ماينونه خطرناکه وسله ده او د ماين چاودنو له امله د ملي ځواکونو مرګ ژوبله ورځ تر بلې زياتېږي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، ملي ځواکونه په دې توانېدلي چې له ٩٠ تر ٩٥ سلنې پورې ماينونه کشف او شنډ کړي.

عظيمي زياته کړه: ((دښمن اوس د مخامخ جګړې توان نه لري، ټوله پاملرنه يې ماينونو او ځانمرګو بريدونو ته کړې ده.))

دى وايي، چې ملي دفاع وزارت له ماينونو سره مبارزه په خپلو لومړيتوبونو کې راوستې او زياته پاملرنه همدغه لور ته کوي.

د هغه په وينا، په دې برخه کې د ځواکونو روزنې ته زياته پاملرنه کېږي، ځيني وسايل يې هم ترلاسه کړي او نړيوالو ځواکونو هم په دې برخه کې د نورې مرستې ژمنه کړې ده.

جنرال عظيمي هم ومنله، چې د ملي ځواکونو زياته مرګ ژوبله د همدغو ماينونو له امله وي.

دى وايي چې د ملي ځواکونو تر څنګ ملکي وګړو ته هم زياته مرګ ژوبله د وسله والو له خوا د ځاى پر ځاى شوو ماينونو په چاودنو کې اوړي.

نوموړي وويل، چې د ملګرو ملتونو وروستى راپور د دوى د څرګندونو تاييد کوي.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ويلي، چې شاوخوا ٨٠ سلنه ملکي تلفات د هغو ماينونو له امله دي، چې د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى کېږي، خو طالبانو دغه راپور رد کړى و.

د ملي دفاع وزارت وياند د ماينونو پر ضد د مبارزې په اړه وويل، چې په بلخ ولايت کې له ماينونو سره د مبارزې په برخه کې د المان په مرسته يو مرکز پرانيستل شوى، چې په کې ملي ځواکونو ته په کې لومړنۍ او مسلکي زده کړې ورکول کېږي.

هغه د ماينونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، ماينونه ډول ډول دي، يو ډول يې دلته د هغو وسله والو له خوا جوړېږي، چې په بهر کې يې زده کړې ترلاسه کړې وي او بل ډول يې هغه چې په بهرنيو هېوادونو کې جوړېږي او د استخباراتي کړيو له خوا دلته راوړل کېږي.

د افغانستان په سوېل ختيځ کې د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال محمدشريف يفتلي هم وايي، چې ماينونو د عملياتو پر مهال ستونزې راولاړوي، خو زياتوي چې په دې وروستيو کې يې سرتېري روزل شوي او ځيني وسايل يې هم ترلاسه کړي دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د لوګر په ازره ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د دوى د انجنيرۍ څانګې فعاله ونډه واخيسته.

د هغه په وينا، د انجنيرۍ کنډک نه يواځې لارې له ماينونو پاکې کړې، بلکې نړېدلي پلونه او له منځه تللي سړکونه يې هم ورغول.

جنرال يفتلي وايي، چې په افغانستان کې د ماينونو جوړولو فابريکه نشته، بلکې دا له بهر څخه راځي، خو د کوم هېواد نوم يې وانه خيست.

ده زياته کړه: ((دښمن کمزورى شوى، نور د جګړې توان نه لري، خپل ټول زور په ماينونو او ځانمرګو بريدونو کې ښيي.))

د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان وويل، چې په دې وروستيو کې مخالفينو د لمريزو او سولري ماينونو کارول پيل کړي، چې دوى يې په پيدا کولو او شنډولو کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

خو جنرال يفتلي زياته کړه، هڅه کوي چې د دغو ماينونو د پيدا کولو او شنډولو وړتيا هم ترلاسه کړي.

نوموړى وايي، چې د دې قول اردو د انجنيرۍ کنډک ته د ماينونو شنډولو ځيني وسايل ورکړل شوي خو نوموړى زياتوي، چې هر سرتېري ته د ماينونو شنډولو لومړنۍ روزنه ورکول کېږي.

د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ٢٠٣ تندر قول ا ردو په قوماندانۍ کې د انجنيرۍ کنډک اړوند ځواکونو ته د بهرنيو روزونکو له خوا د ماينونو پيدا کولو او شنډولو ځانګړې روزنه ورکول کېږي.

دوى ته يو شمېر هغه عصري موټر ورکړل شوي چې مخې ته يې د څو ټايرونو لرونکي وسيله لګول شوې، کله چې ماين پيدا کړي، نو دفشار په وسيله ورته چاودنه ورکوي.

د ٢٠٣ تندر قول اردو د ښوونې او روزنې د څانګې مسوول ډګروال اصف پژاک اژانس ته وويل، چې دوى اوسمهال ٢٠٠ سرتېري په دې برخه کې تر روزنې لاندې نيولي دي.

هغه زياته کړه، چې په نوبت سره د دې قول اردو اړوند د هرې لوا لسو لسو سرتېرو ته له شپږو څخه تر اتو اونيو پورې د ماينونو پيدا کولو او شنډولو په برخو کې روزنه ورکوي.

د بريدمن رحمان الله په نوم يوه سرتېري چې د بهرنيو روزونکو له خوا يې روزنه ترلاسه کوله، پژواک اژانس ته وويل: ((موږ ته هره ورځ په څو برخو کې روزنه راکول کېږي.))

هغه زياتوي، چې اوس يې ډېر شيان زده کړي او تر دې وروسته به دى په خپله په سيمو کې نورو سرتېرو ته روزنه ورکوي.