کندهار ( پژواک ٩ وږى ٩٢ ) : د کندهار ولايت د دريو ولسواليو باغ لرونکي وايي، چې د خپلو باغونو او کرنيزو ځمکو لپاره کافي اوبه نه لري، چې دغې ستونزې يې کرنه له ګواښ سره مخ کړې ده.
د ژيړۍ، پنجوايي او ميوند ولسواليو لسګونو مخورر او سپين ږيرو د همدې ستونزې د حل په موخه نن د وږي په ٩مه، د کندهار له والي سره وکتل، چې د ولايتي شورا غړي حاجي اغا لالي دستګيري او د اوبو د تنظيم رئيس انجنير شېر محمد عطايي هم پکې ګډون کړى و.
د يادو شويو ولسواليو اوسېدونکيو ويل، چې په دې وروستيو کې يې فصلونو او د مېوو باغونو ته کافي اوبه نه رسېږي، چې له امله يې هغوى له ستونزو سره مخ دي.
د ژيړۍ، پنجوايي او ميوند په ګډون د کندهار د اوو ولسواليو کرنيزې ځمکې او باغونه د دهلې بند له اوبو څخه خړوبېږي.
د پنجوايي ولسوالۍ يوه کروندګر صالح محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سيمې کروندګرو ته په داسې حال کې کمې اوبه رسېږي، چې د مېوو د حاصلاتو د ټولولو او پر کرنيزو ځمکو د مني لپاره د فصلونو د کرلو وخت دى.
دى وايي، که د اوبو کمښت همداسې دوام وکړي، نو شونې ده، چې خلکو ته درانه زيانونه واوړي، ځکه د خلکو اقتصاد پر کرنه ولاړ دى.
د کندهار ولايت د اوبو د تنظيم رئيس انجنير شېر محمد عطايي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دهلې بند کې د اوبو کچه کمه شوې او دغه بند دومره وړتيا نه لري، چې اوبه زېرمه او بيا په کافي ډول تر ولسواليو ورسېږي.
هغه زياته کړه، دمګړى په دهلې په بند کې ١٦ متره اوبه شته، چې شپږ متره يې د ماهيانو او پاتې يې د کرنيزو ځمکو د خړوبولو لپاره دي.
خو د نوموړي په وينا، د دهلې بند اوبه د نژدې څلوېښتو ورځو لپاره بسنه کوي، په داسې حال کې حال دا چې د کندهار کرنيزې ځمکې او باغونه تر ٥٠ د زياتو ورځو لپاره اوبو ته اړتيا لري.
دى وايي، اوسمهال د غنمو په ګډون، د پالېزونو او باغونو حاصلات ټول شوي او اوبو ته اړتيا کمه ده، خو د انارو د باغونو اوبولو لپاره اوبو ته اړتيا ده.
د عطايي په وينا، د دهلې بند په اوبو د کندهار د اوو ولسواليو ځمکې او باغونه اوبېږي، کله چې د اوبو فشار ډېر وي، ټولو ولسواليو ته په پوره اندازه اوبه رسېږي، خو چې د اوبو فشار کم وي، نو په يوه اندازه نه رسېږي.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د خلکو د دغې ستونزې پر حل لاره ټينګار وکړ او ويې ويل، چې ولسواليو ته بايد پر وخت اوبه ورسېږي، چې فصلونه پر وخت اوبه شي او خلک ترې حاصلات په لاس راوړي.
هغه له خلکو وغوښتل، چې د اوبو په کارولو کې له احتياط څخه کار واخلي او بې ځايه يې مصرف نه کړي.
د يادونې وړ ده، چې د کندهار د دهلې بند د دغه ولايت د ميوند، شاه وليکوټ، پنجوايي، ډنډ، دامان، ژيړۍ او ارغنداب کرنيزې ځمکې او باغونه خړوبوي.










