کابل (پژواک ١٧ وږى ٩٢): د کابل-غزني پر لويه لار د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ په مربوطاتو د ملي اردو او پوليسو پوستو ته څېرمه هره ورځ جګړه روانه وي او په کې لسګونه موټر سوځول کېږي.
دا پېښې د سيداباد ولسوالۍ اړوند په سپين کلينيک، سالارو، وتړو او هفت اسياب سيمو کې رامنځته کېږي.
د يادې لارې مساپر او موټر چلوونکي يادو سيمو ته د ((پل صراط)) نوم ورکړى او له دغو سيمو خوندي تېرېدل جنت ته د رسېدو په مانا بولي.
پرون مازديګر په يادو څلوور سيمو کې د بهرنيو ځواکونو يو اکمالاتي کتار په جګړه کې راګير و او د سالارو بازار په څو سوه مترۍ کې د يوې امنيتي پوستې تر څنګ له اوو ټانکرونو سرې لوخړې پورته کېدې او سيمه په تورو لوګيو کې پټه وه.
د کابل_غزني د لارې ټيکسي چلوونکى نعمت الله، چې له تېرو پنځو کلونو پر دې لاره موټر چلوي وايي، هره ورځ د زرګونو مسافرو او موټر چلوونکو ژوند له ګواښ سره مخ وي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((نه پوهېږم چې دا څه ډول لوبه ده، د امنيتي پوستو په څو مترۍکې دا پېښې کېږي، ځواکونه په رڼو رڼو سترګو ګوري، خو مخه يې نه نيسي، ښايي په دې جګړه کې به د ځينو خلکو ګټې وي.))
((پرون له غزني کابل ته را روان وم يو سړى او دوه مېرمنې مو هم د سفر ملګري وو، مېرمنو چې د اور لبمې ولېدلې د سپکو او درنو وسلو غږ يې واورېده په موټر کې يې چيغې او ژړاوې پيل کړې.
دا تر ټولو وېروونکى سفر و، څلور ځايه د جګړې له منځه تېرېدل او بيا د سړک پر غاړه د ټانکرونو د لمبو تر څنګ تېرېدل، د سر په سترګو د مرګي ليدل و.
د سړک سوېلي غاړې ته د پوليسو، اردو او د کتار د ساتونکو ټانکونه او رينجر ولاړ وو، کله کله به يې د سړک د شمال لور پر شنو باغونو او ونو پرله پسې ډزې وکړې او بيا به وقفه په کې راغله.
لاره بنده وه، څو ځايه شخصي لارۍ او مسافر وړونکي موټر د سړک يوې بلې غاړې ته ولاړ وو او سپرلي يې د ګوليو له وېرې د سړک غاړې د کورونو دېوالونو ته پټ ناست وو.
له تېرو څو کلونو راهيسې پر ياده لويه لاره دا ډول پېښې رامنځته کېږي، له تېر کال راهيسې دا ډول پېښې کمې شوې وې، خو له تېرو څو مياشتو راهيسې بيا دا ډول پېښې زياتې شوې او بلا ناغه هره ورځ دلته څو ځايه جنګونه کېږي.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼى ستونزه مني او وايي، چې پر دې لاره ډېرې جګړې رامنځ ته کېږي او ډېر کله د امنيتي پوستو تر څنګ وي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې اوس په حالاتو کې يو څه بدلون راغلى، د عامه ساتنې ځيني چارواکي بدل شوي او په سيمه کې د عامه نظم پوليسو کې هم بدلون راغلى دى.
خوګياڼي زياته کړه: ((ډېر ځله په مصنوعي ډول دا جګړې رامنځ ته کېږي او په خپله د اکمالاتي کتارونو او ساتونکو لاس په کې وي.))
د نوموړي په وينا، د دې لارې د ساتنې لپاره د څلورو ولايتونو ميدان وردګو، غزني، زابل او کندهار واليانو او امنيتي چارواکو په ميدان ښار کې ګډه غونډه هم وکړه خو ښکاره پايله يې نه لرله.
خو تر يادې غونډې وروسته په يادو سيمو کې نا امني، بريدونه او جنګونه زيات شوي دي.
د سيداباد ولسوال ډاکټر عبدالکريم مسلم وايي، له يو لوري دغه سيمه کابل ته نږدې او له بل لوري طالبان د خپل شهرت لپاره دا کار کوي، ځکه رسنۍ يې ژر راپور اخيستلاى شي او له بل لوري وسله وال له دې جګړې ډېر عايد ترلاسه کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د سيداباد د څو نا امنه سيمو لکه د غزني د زنخان او رشيدانو، د وردګو جغتو او لوګر د خروار ولسواليو په منځ کې پرته ده او په دغو سيمو کې وسله وال ډېر فعال دي.
ډاکټر مسلم زياتوي، امنيتي ځواکونه خپل امکانات په کار اچوي، کله نا کله په سيمو کې عمليات هم کوي، خو وسله وال ګرځنده او ثابت ځاى نه لري ځکه نو عمليات هم ډېر وخت پايله نه لري.
نوموړى وايي، چې پر دې لاره نه يواځې پر اکمالاتي او پوځي کتارونه بريدونه کېږي بلکې د خلکو په لسګونو موټر سوځول شوي او ان موټر يې غلا شوي دي.
ولسوال وويل، چريکي جګړه ده او د دا ډول جګړو مخنيوى ستونزمن وي، وسله وال له بېلابېلو تاکتيکونو کار اخلي او له ډېرې لرې سيمې بريد وکړي، کله چې يو ټانکر اور واخلي کتار بې نظمه شي موټروانان يې وتښتي بيا اور نورو ټانکرونو ته پسې خپور شي.
د سيداباد د سالارو اوسېدونکى ذبيح الله هم وايي: ((جګړې د دې سيمې د خلکو ژوند په ټپه درولى دى.))
د ده په وينا،د سالارو په بازار کې سلګونه دوکانونه او هوټلونه وو، چې نيم يې په جګړو کې وسوځېدل او د سالارو ډېرى اوسېدونکو خپل کورونه پرېښودل او امن سيمو ته کډوال شول.
دى زياتوى، اوس د سالارو په بازار کې شاوخوا دېرش دوکانونه خلاص دي، خلک له وېرې خپلو فصلونو او ځمکو ته نه شي ورتلاى، نيم باغونه او فصلونه وچ شول.
د سالارو په بازار کې د تېر شوي کاريز اوبو خورا شهرت لاره او دغه بازار يو مهال د کابل_کندهار او هرات د لارې د ستړو او مزل وهلو مسافرو او موټر چلوونکو لپاره ښه دمه ځاى و، خو اوس ترې پل صراط جوړ شوى او خلک پرې په خير د تېرېدو دعاګانې کوي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو نظر هم ولرو، خو بريالي نه شوو، تر دې مخکې پر دې لاره د شوو جګړو او سوځول شوو ټانکرونو پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده.










