منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۰ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د اروزګان ٣٠٠٠ بزګرو ته د غنمو اصلاح شوى تخم او سره وېشل کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

ترينکوټ (پژواک ٨ تله ٩٢): د اروزګان په مرکز او ولسواليو کې ٣٠٠٠ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم او کيمياوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه.

د اروزګان د والي مرستيال شېر باچا ارګوني د يادو توکو د وېش د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو مرستو کې ٤٥ ټنه اصلاح شوى تخم او کيمياوي سره شامله ده.

 د ده په خبره، له بزګرانو سره د غنمو د اصلاح شوي تخم مرسته به په سيمه کې د کوکنارو کښت راکم کړي.

د اروزګان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست کار کوونکي زلمي الکو وويل، دغه مرسته د کرنې وزارت له لوري د اروزګان بزګرو ته ورکړل شوې ده.

د ده په وينا، په دې مرسته کې د هر بزګر لپاره ٥٠ کيلو اصلاح شوى تخم، ٥٠ کيلو سپينه سره او ١٠٠ کيلوګرامه توره سره شامله ده.

الکو زياتوي، چې دغه مرستې يې په ولسواليو کې پيل کړې او د مرکز ځمکوالو او بزګرانو ته به هم ورکړل شي.

د ده په خبره، بزګرو ته د اصلاح شوي تخم او کيمياوي سرې ورکړه به په سيمه کې د کوکنارو پر ځاى د حلال کښت زمينه برابره کړي.

بزګران هم د دولت له لوري د ورکړل شوې مرستې هرکلى کوي او زياتوي، له دې وروسته به د کوکنارو د کرلو پر ځاى د غنمو کر ته مخه کړي.

 د ګرم اب سيمې يوه بزګر حاجي تورجان پژواک ته وويل، خوښ دی چې د دولت له لوري ورسره مرسته کېږي او ورته د غنمو اصلاح شوى تخم او کيمياوي سره ورکول کېږي.

 دی وايي، اوس يې تر ډېره د کوکنارو له کښت څخه لاس اخيستی او د غنمو کرلو ته يې مخه کړې ده.

خو د محمديوسف په نوم يو بزګر بيا دوی ته ورکول شوې مرسته کمه بولي او وايي، چی دوى تر دې ډېرو مرستو ته اړتيا لري.