ژبه

نورستان ته ٥٠ موټره خوراکي توکي ولېږدول شول

اسعداباد (پژواک ١٨ تله ٩٢): د کونړ امنيتي مسوولين وايي، چې د نورستان مرکز پارون ته تللې لويه لاره په چپه دره ولسوالۍ کې تر عملياتو وروسته خلاصه شوې ده.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د تلې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې ملي اردو او پوليسو په چپه دره ولسوالۍ کې عمليات په لاره اچولي وو.

هغه زياته کړه، چې تېره ورځ د قومي مشرانو او پوليسو په ملاتړ د چپې درې د ګلسلک او تنيک له سيمې،  يو کاروان د پارون پر لور روان شو.

ګلسلک او تنيک هغه چې وسله والو په کې لاره بنده کړې وه.

دى وايي، وسله والو طالبانو د ګلسلک په سيمه کې له لرګيو جوړ يو پول هم له منځه وړى و، چې له امله يې خلکو ته ستونزې پيدا شوې وې او په نورستان کې خوراکي توکي کم شوي وو.

سيدخېل وويل، چې پوليس د سيمې له اوسېدونکو سره په ګډه ويجاړ شوى پول بېرته ورغاوه او پرون د استفادې وړ شو.

د هغه په وينا، چې پر ٥٠ پيکپ موټرو کې بار خوراکي توکي پرون د نورستان ولايت مرکز پارون ته لېږدول شوي چې له امله به يې تر ډېره د خلکو ستونزې هوارې شي.

د کونړ امنيه قوماندان وايي، چې د چپې درې ولسوالۍ په يادو سيمو کې اوس هم دولتي مامورين په تګ راتګ کې ستونزې لري.

خو هغه وويل، چې تر لوى اختر وروسته به په ګلسلک سيمه کې پراخ چاڼيز عمليات ترسره او سيمه به له وسله والو مخالفينو پاکه کړي.

د نورستان د واما ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن عبدالقيوم پژواک اژانس ته وويل، چې لويه لاره په موقت ډول خلاصه شوې، يواځې سوداګر خوراکي توکي لېږدولى شي، دولتي خلک پرې تګ راتګ نه شي کولى.

ده زياته کړه: ((موږ ډاډه نه يو چې لاره به همدا ډول خلاصه پاتې شي دولتي مامورين اوس هم پرې تګ راتګ نه شي کولى، دولت بايد هلته پراخ عمليات  ترسره کړي. ))