ترينکوټ ( پژواک،٢١ تله ٩٢) د اروزګان پوهنتون محصلين شکايت کوي، چې د زده کړو پر ځاى د شخصي ستونزو په هواري کې سرګردانه دي.
د اروزګان پوهنتون د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کې موقعيت لري، چې د ښوونې او روزنې او کرنې په دوو پوهنځيو کې يې ٢٤٥ تنه محصلين زده کړه کوي.
د ميرولي چې دکرنې پوهنځي د لومړي کال محصل دی وايي : (( موږ زده کړه کوو خو دا چې ستونزې مو ډيرې دي مجبور يو چي تر زده کړو د ستونزو حل ته ډيره پاملرنه وکړو.))
د ده په خبره، په پوهنتون کې د مسلکي استادانو نه شتون ، کتابونو ، کتابتون ، پاکو اوبو ، برېښنا ، انټرنيټ او د لوبو لپاره د ځای او اسانتياوو نشتوالى ددوى سترې ستونزې دي.
دغه راز د امان الله په نوم د ښوونې او روزنې پوهنځي محصل هم دغه ستونزې يادوي او وايي، چې اړوندو مسوولينو يې د حل لپاره هيڅ ډول کارنه دی ترسره کړی .
د ده په وينا، چې اروزګان لرې پرته سيمه ده او په هره چاره کې يې ستونزو ته ډيره لږ پاملرنه کيږي، خو د زده کړو په برخه کې دې پوره اسانتياوې ورته برابرې شي.
يو تن محصل چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، چې په پوهنتون کې د اوداسه اوبه هم نشته.
دغه محصلين، چې ډيری يې په ليليه کې اوسيږي، چارواکي په نه پاملرنه تورنوي او زياتوي، چې د پوهنتون حالت او د محصلينو ستونزو ته پاملرنه، نه کوي.
د اروزګان پوهنتون محصلين د دولت تر څنګ له خصوصي پانګوالو او ملي سوداګرو هم هيله کوي، چې دوى ته دې اسانتياوې برابرې کړي.
د اروزګان پوهنتون رييس پوهنيار محمد نظير حکيمي هم دا ستونزې مني او دمحصلينو پر ستونزو سربېره د يو شمېر نورو لويو ستونزو يادونه هم کوي.
د نوموړي په وينا، دا روزګان پوهنتون ودانۍ نه لري او دا مهال د سلام بابا ښوونځي په تعمير کې د تدريس چارې پر مخ وړي .
حکيمي زياتوي، دا چي د اروزګان د پوهنتون د تاسيس ډير وخت نه تيريږي، خو بيا هم اوسنۍ لاسته راوړنې د يادونې وړ دي.
هغه وايي، ډيرې هڅې يې کړي، تر څو د محصلينو ستونزې حل کړي ، خو دومره امکانات نه لري، چې ټولې ستونزې دې پرې هوارې شي.










