منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۷ غ.م
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

په کندهار ښار کې کورونو ته د شمېرو ورکولو لړۍ پيل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

کندهار ( پژواک ٣٠ تله ٩٢ ) : د کندهار ښاروالۍ په کندهار ښار کې د کورونو د ثبت او هغوى ته د ادرس لګولو لړۍ پيل کړه.

 کندهار ښاروال محمد عمر عمر د تلې په ٣٠مه، ددې پروسې د پيل پر مهال پژواک اژانس ته وويل، چې دغه لړۍ يې د خلکو په غوښتنه هغوى ته د اسانتياوو برابرولو په موخه پيل کړې ده.

 هغه زياته کړه، دېرش کاله مخکې د کندهار ښار کورونو معلومې شمېرې او ادرسونه لرل، خو د تېرو جګړو په پايله کې دا هر څه له منځه لاړل.

 د نوموړي په وينا، تر هغه وروسته کورونو او کوڅو معلوم ادرس نه درلود او خلک نه پوهېدل چې د ستونزو او يا نورو چارو پر مهال څنګه يو چا ته د خپلو کور يا کوڅې پته ورکړي.

 دى وايي، اوسمهال يې د خلکو په غوښتنه په کندهار ښار کې د کورونو او کوڅو ثبت او هغوى ته د معلومو شمېرو او ادرسونو لګولو لړۍ پيل کړې ده.

 هغه وويل، په لومړي ګام کې به د کندهار ښار ٧٠ زره کورونو ته دغه نمبرونه ووېشل شي، چې ٣ سوه زره امريکايي ډالر لګښت ورباندې راځي او درې مياشتې به په بر کې ونيسي.

 دى وايي، دغه پروژه د رامپ اپ موسسې په تخنيکي مرسته د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خواتمويلېږي.

 هغه وويل، لومړى به کورونو ثبت او راجسټر کېږي او بيا به شمېرې ورکول کېږي او کرار کرار به دا لړۍ د ښار ټولو برخو ته وغځول شي.

 د نوموړي په وينا، پر کورونو د نمبرونو په لګولو سره به اوس خلک په اسانۍ د پوستي خدماتو، د امنيتي ستونزو، اطفاييې ته د اړتيا او ناروغيو پر مهال خپل اړوندو ادارو ته خپل ادرسونه ورکوي او د ستونزو د حل په موخه به ورته پر وخت رسيدګي کېږي.

 د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې يوه اوسېدونکي جلال الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مخکې خلک يو چا د خپلو کورونو د پتې ورکولو پر مهال له ستونزو سره مخ وو، ځکه کورونو يې معلومې شمېرې او ادرس نه درلود.

 هغه د ښاروالۍ دغه اقدام وستايه او ويې ويل، چې اوس به کورونه معلومې شمېرې او ادرسونه ولري او د ستونزو پر مهال به ورته په اسانۍ رسيدګي کېدلاى شي.

 نوموړي له ښاروالۍ وغوښتل، چې دغه لړۍ د ښار ټولو سيمو ته وغځوي، چې په دې توګه ټول خلک له دغو خدماتو برخمن شي.