کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٢): په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، چې سږکال به ٦٠٠ افغان محصلين پاکستان ته د لوړو زده کړو ترلاسه کولو په موخه ولېږي.
د پاکستان سفير محمد صادق د لړم په ١٨مه، په کابل کې يو شمېر محصلينو ته چې په پاکستان کې ورته د لوړو زده کړو زمينه برابره شوې، دويزې ورکولو پرمهال خبريالانو ته وويل، ياد ٦٠٠ محصلين به د راروان يوه کال په ترڅ کې پاکستان ته ولېږل شي او هلته به له پنځو تر شپږو کلونو تېر کړي.
ده زياته کړه، ياد محصلين به د طب، انجنيرۍ، اقتصاد، کمپيوټر ساينس، کرنې او تجارت په برخو کې زده کړې وکړي.
د ده په وينا، له دې ډلې څخه به ١٥٠ تنه د طب په برخه کې د لوړو زده کړو په موخه تر راتلونکو دوو ورځو پورې پاکستان ته روان شي.
هغه زياته کړه، پاکستان ته د افغان محصلينو د سکالرشيپونو لړۍ يې څلور کاله وړاندې پيل کړې، چې تراوسه پورې دوه زره تنه له دې لارې پاکستان ته تللي دي.
د پاکستان سفير د دې پروګرام موخه د افغان محصلينو د وړتيا لوړونه وښوده او هيله يې څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې به له دې زيات شمېر افغان محصلينو ته په پاکستان کې د لوړو زده کړو اسانتياوې برابرې کړي.
نوموړي له افغان محصلينو وغوښتل، چې په پاکستان کې ټول پام زده کړو ته واړوي او هلته له سياسته ځانونه لرې وساتي.
محمد صادق خان په افغانستان کې يو شمېر نورو بيارغونو کارونو ته په اشارې سره وويل ، چې ډېر ژر به په کابل کې د جناح عصري ٤٠٠ بستريز روغتون چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
دغه راز هغه په لوګر ولايت کې ددوه سوه بستيز روغتون خبر هم ورکړ او ويې ويل چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.
د پاکستان سفارت مطبوعاتي مسوول اختر منير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د طب په برخه کې پاکستان ته د تلونکو افغان محصلينو ټوليز لګښت د ٤٠ او ٥٠زرو ډالرو په شاوخوا کې دى.
ده زياته کړه، د پاتې نورو رشتو پر محصلينو له ٣٠ تر ٤٠زرو ډالرو لګښت راځي، چې د پاکستان د دولت له لوري ورکول کېږي.









