فراه (پژواک ٥ لړم ٩٢): د فراه د پشترود ولسوالۍ د فوټبال په يوه لوبغالي کې د توغندي د لګېدو له امله درې لوبغاړي ټپيان شول.
د پشترود ولسوال غوث الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېر ماښام د دې ولسوالۍ په مساو کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه وايي، د مساو په لوبغالي کې د سيمې د يو شمېر کليو ځوانان پر لوبه بوخت وو، چې په لوبغالي کې له نامعلوم لوري توغندى ولګېد.
د ده د څرګندونو له مخې، چې دوه لوبغاړي برسېرن ټپيان شوي خو يو بل چې ټپونه يې ژور وو، د فراه ولايتي روغتون ته لېږدول شوى دى.
غوث الدين وايي، چې دغه توغندى وسله والو طالبانو توغولى، خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د پشترود د ځوانانو د شورا مشر توريالى رهي هم د توغندي له امله د دريو تنو د ټپي کېدو پخلى کوي او وايي، چې له ټپيانو څخه يو يې د پشترود د ځوانانو شورا غړى هم دى.










