ترينکوټ ( پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٢ ) : د اروزګان ولايت لسګونو ښځو ديوه لاريون په ترڅ کې د دوو ښځينه دولتي مامورينو د قاتلينو د نيولو غوښتنه وکړه.
د ملالې او فيروزه په نومونو دغه مامورينې ، چې يوه يې ښوونکې او بله يې پوليسه وه تېره اونۍ په ترينکوټ ښار کې تر تښتولو وروسته ووژل شوې .
د ملالې په نامه د سروري ښوونځي وژل شوې ښوونکې تېر کال واده شوې وه او د کورنۍ د معلوماتو له مخې حامله وه او په نږدې راتلونکي کې يې د اولاد د زېږدېدو امکان و.
فيروزه هم د همدې کورنۍ اينګور او د دوو ماشومانو مور وه، چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې يې په امنيه قوماندانۍ کې د پوليسې په توګه دنده تر سره کوله.
د اروزګان لسګونو ښځو دليندۍ په ٣٠مه، په ترينکوټ ښار کې ديوه لاريون په ترڅ کې د يادو ښځو د قاتلينو د نيولو غوښتنه وکړه.
لاريون کوونکې ښځې په ترينکوټ ښار کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون له ځايي دفتر څخه تر منار څلور لاري لاړې او د قاتلينو د نيولو او ورته د سختې سزا ورکولو غوښتنه يې کوله.
د حسينه په نامه يوې لاريون کوونکې پژواک اژانس ته وويل، چې نن په دې موخه راوتلې دي، څو د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي ته د پاى ټکى کېښودل شي.
هغې زياته کړه : (( ددغو ښځو وژل کېدو موږ دې ته اړ کړو، چې نور لاس تر زنې نه کښينو او له خپلو حقوقو څخه به دفاع کوو.))
د نوموړې په وينا، تر اوسه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي څومره پېښې شوې دي، امنيتي ځواکونه يې د عاملينو په نيولو کې پاتې راغلي دي.
د ببو په نامه د لاريون يوې بلې ګډونوالې پژواک اژانس ته وويل، چې امنيتي ځواکونه دداډول کړنو په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.
هغې ګواښ وکړ، چې که دولت په دې کار کې ناغيړي وکړي، نو دوى به خپلو لاريونونو ته ادامه ورکړي.
د وژل شوې ښوونکې ملالې ورور عين الله پژواک اژانس ته وويل ، چې په خپل موټرسايکل يې دواړه ښځې ښار ته رسولې وې .
هغه زياته کړه : (( کله چې بېرته دهغوى د راوستلو په موخه ولاړم، نو هغوى مې پيدا نه کړې او دواړه تښتول شوې وې او ټېلېفونونه يې خاموشه وو .))
د نوموړي په وينا، تر مازيګر يې د هغوى د راتګ شېبې شمارلې خو رانغلې ، دشپې يې ټولو خپلوانو ته زنګونه ووهل او هغوى هم په دې اړه ناخبري وښوده.
عين الله وايي : ((بلاخره ددوی د ورکېدو دوه شپې هم تېرې شوې او موږ ونه توانيدو چې هغوى پيدا کړو او يا يې په اړه معلومات ترلاسه کړو، په درېيمه ورځ مو په دښته کې يې جسدونه پيدا کړل. ))
هغه زياتوي ، چې د شرم له امله يې په لومړيو کې امنيتي ځواکونو ته خبر نه و، ورکړى.
د نوموړي په وينا، پوليسه لومړۍ زندۍ شوې او بيا وژل شوې وه او ښوونکې د سر په برخه کې په مرميو ويشتل شوې وه.
د وژل شويو ښځو خسر صالح محمد وايي ، چې دواړه ښځې ددوى د کورنۍ د نفقې مسوولينې وې او ددوى اقتصاد پر همدې ولاړ و.
هغه پژواک اژانس ته وويل : (( هېچا سره کومه ستونزه نه لرو، نه پوهېږو، چې دا پېښه ولې رامنځته شوه.))
نوموړى وايي ، چې دوى يې له کار سره کومه ستونزه نه لرله او ددوى د ورور له خوا پر موټرسايکل دندې ته وړل کېدلې.
صالح محمد هم له حکومت څخه د خپلو دواړو نګيندو(نږورګانو) د قاتلينو د نيولو غوښتنه وکړه.
د اروزګان د بشري حقوقو د خپلواک کمېسيون مشر ستانکزى وايي، چې په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ورځ تر بلې زياتېږي .
هغه پر دې پېښو د خواشينۍ څرګندولو ترڅنګ له امنيتي ارګانونو وغوښتل، چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
د اروزګان والي امير محمد اخوندزاده پر دې پېښې د خواشينۍ څرګندولو ترڅنګ وايي ، چې دا ډول کړنې د انسانيت پر ضد لوى جنايت دى.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، امنيتي ارګانونو ته يې سپارښتنه کړې ، چې ژر تر تر ژره ياده پېښه وڅېړي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري.









