ژبه

کابل (پژواک ٤ مرغومى ٩٢): د پوهنې وزارت په کابل کې، د مسلکي او تخنيکي زده کړو د درييو نويو ودانيو په پرانيستلو سره اعلان وکړ، چې سږ کال به شا وخوا پنځوس زره زده کوونکي د تخنيکي او مسلکي زده کړو انسټيټوټونو ته جذب کړي.

د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د افغان ټيکنالوژۍ درې پوړيزه ودانۍ، چې يو پوړ يې د دغه انسټيټوټ د ورکشاپونو لپاره او نور دوه پوړونه يې د کمپيوټر او کتابتون لپاره په دې وروستيو کې رغول شوي، نن ګټې اخيستو ته وسپارل شوه.

سرچينه زياتوي، چې دغه ودانۍ د يونيم کال په موده کې د نړيوال بانک لخوا په سل ميليون افغانۍ مرستې، جوړې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان ټيکنالوژۍ د نوي انسټيټوټ او د ورکشاپونو ودانۍ ، د ٢٨٠٠ محصلينو ظرفيت لري.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه انسټيټوټ د موټر د جوړولو، برېښنا، ماشين، ودانيزو چارو، کمپيوټر او په انجنيري برخو کې اوسمهال په ټوليز ډول ٢٤٢٠ محصلين خپلې زده کړې پر مخ بيايي.

سرچېنې ليکلي، دغه انسټيټوټ د ثانوي تخنيک تر نوم لاندې په ١٣٣٠ لمريز کال کې رغول شوى او تر دې مهاله يې ١١٢٥٠ تنه فارغين ورکړي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د کابل اټوميخانيکي انسټيټوټ لپاره د کمپيوټر او کتابتون نوې ودانۍ، په يوه وخت کې ١١٠ تنو ظرفيت لري.

د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د هېواد په کچه د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ټولو مرکزونو کې ٨٢ زره محصلين د ٣ زره استادانو له خوا روزل کېږي.

د دغه وزارت تخنيکي او مسلکي مرستيال محمد اصف ننګ د يادو ودانيو په پرانيست غونډه کې وويل، چې د دغو نويو ودانيو په جوړېدو سره به د جذب کچه لوړه شي.

هغه زياته کړه، چې سږ کال به د کانکور ازموينې له لارې د هېواد په کچه پنځوس زره تنه په هېواد کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو انسټيټوټونو ته جذب شي.

دغه راز ننګ وويل،  ټاکل شوې چې د پوهنې وزارت د پلان له مخې به په راتلونکو څو کلونو کې، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو لپاره مرکزونه ورغول شي.

 

ورته موضوع