کابل (پژواک ٧ مرغومى ٩٢): د لوړو زده کړو وزارت د لوګر ولايت د کانکور ازموينه د ملي او ولايتي شوراګانو د وکيلانو او د دغه ولايت د ځينو چارواکو د لاسوهنې له امله لغوه اعلان کړه.
په دغه ولايت کې د ٢٨٠ نجونو په ګډون د دولسم ټولګيو له ټولو ٣٦٠٠ فارغينو څخه تېره پنجشنبه د کانکور ازموينه واخيستل شوه.
خو د لوګر ولايت چارواکي وايي، د لوړو زده کړو له وزارت څخه رالېږل شوي پلاوي د کانکور ازموينې پاڼې کابل ته د ستنېدو پر مهال ويالو ته غورځولي او په خپل دغه کار سره يې له زده کوونکو سره ستره جفا کړې ده.
نن په لوګر سلګونو تنو د ياد پلاوي د دغه کار په غبرګون کې په لاريون لاس پورې کړ او د ګردېز-کابل لويه لار يې د ترافيکو پر مخ وتړله.
د لوګر ولايت د لوړو زده کړو وزارت د کانکور د پلاوي مشر لطف الله ساپي، کابل کې نن په يوه خبري ناسته وويل، دوى ته د لوړو زده کړو وزارت له لوري ويل شوي و، که چېرې ازموينه لغوه اعلانوئ، نو د ازموينې ورقې کابل ته مه راوړئ.
هغه د دغې ازموينې لغوه کول او ويالو ته د پاڼو اچول، کانکور ازموينې ته د ځايونو نه ځانګړي کول، د غيرمسوولو کسانو له لوري د فورمو وېشل، د وکيلانو او سيمه ييزو چارواکو له لوري د نقل ورکولو امر، د ازموينې د کتابجې ايستل او د نقل کولو په موخه د موبايلونو او د ورته نورو کارونو تر سره کول، په ګوته کړل.
ساپي زياته کړه، د کانکور د ازموينې کمېټې ٢٧ کسيز پلاوي، چې کله د دغه غيرقانوني کار د مخنيوي هڅه کوله، نو د سيمه ييزو زورواکو او امنيتي ځواکونو له لوري وګواښل شول.
له دې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت وياند عظيم نوربخش پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې دوى د کانکور ازموينې د پاڼو د اچولو له موضوع څخه خبر ترلاسه کړى او په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.