ژبه

پل علم ( پژواک ٨ مرغومى ٩٢ ) : دلوګر ولايت د مدني ټولنو استازي پر لوړو زده کړو وزارت تور پورې کوي ، چې د لوګر د خلکو يې سپکاوى کړى او له هغوى يې غوښتي ، چې د دې ولايت له خلکو بښنه وغواړي.

دغه څرګندونې د لوګر ولايت د بېلا بېلو مدني ټولنو د ګډ ټولګي  مشرانو له خوا د مرغومي په اتمه، په پل علم کې ديوې خبري غونډې پر مهال وشوې.

په لوګر ولايت کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کانکور ازموينه واخيستل شوه، چې پکې تر ٣٥٠٠ زياتو کسانو برخه اخيستې وه، چې شاوخوا٢٥٠ يې نجونې وې.

خو کله چې د لوړو زده کړو وزارت  پلاوى بېرته کابل ته ځي، نو په لاره کې دکانکور اخيستل شوې پاڼې يې په ويالو کې اچولې وې.  

د لوګر د مدني ټولنو د ټولګي مشر ډاکټر موسى محمودي خبري غونډې ته وويل، چې د لوړو زده کړو وزارت  پلاوي غير اسلامي او غير انساني کار کړى  او له دغه وزارت يې وغوښتل، چې د لوګر له خلکو بښنه وغواړي.

هغه زياته کړه ، چې د کانکور په پاڼو کې د لوګر د نجونو عکسونه وو، د خداى او رسول نومونه وو ، هغوى انساني کرامت ته هم سپکاوى کړى دى.

نوموړي د هېواد له قضايي ارګانونو وغوښتل ، چې د کانکور دکمېټې  ياد کسان محاکمه کړي.

د لوګر د ځوانانو علمي ټولنې مشر نور الله ستانکزي هم لوګر ته د کانکور کمېټې د راغليو د ټولو غړو د محاکمې غوښتنه وکړه.

هغه ګواښ وکړ، چې که  دغه کسان محاکمه نه شي، دوى به خپلو لاريونونو ته ادامه ورکوي او د ولسي جرګې او ارګ مخې ته به خېمه هم ووهي.

د کانکور يو تن څارونکي څارنوال حفيظ د کمېټې د پلاوي هغه ادعاوې رد کړې، چې ګوندې په کانکور کې درغلي شوې وه.

هغه زياته کړه ، چې کانکور په شفافه توګه ترسره شوى او هېڅ ستونزه پکې نه ده ليدل شوې.

د يوه بل خبر له مخې، نن د لوګر په کلنګار سيمه کې لسګونو کسانو يو ځل بيا لاريون وکړ او د لوړو زده کړو پر ضد يې شعارونه ورکول.

دا په داسې حال کې ده، چې د لوړو زده کړو وزارت د لوګر د کانکور ازموينه لغوه اعلان کړه.

د لوګر ولايت لپاره د لوړو زده کړو وزارت د کانکور د پلاوي مشر لطف الله ساپي پرون په کابل کې په يوه خبري ناسته وويل، دوى ته د لوړو زده کړو وزارت له لوري ويل شوي و، چې که  ازموينه لغوه اعلانوئ، نو د ازموينې ورقې کابل ته مه راوړئ.

هغه د دغې ازموينې لغوه کول او ويالو ته د پاڼو اچول، کانکور ازموينې ته د ځايونو نه ځانګړي کول، د غيرمسوولو کسانو له لوري د فورمو وېشل، د وکيلانو او سيمه ييزو چارواکو له لوري د نقل ورکولو امر، د ازموينې د کتابچې ايستل او د نقل کولو په موخه د موبايلونو او د ورته نورو کارونو تر سره کول، په ګوته کړل.

ساپي زياته کړه، د کانکور د ازموينې کمېټې ٢٧ کسيز پلاوي، چې کله د دغه غيرقانوني کار د مخنيوي هڅه کوله، نو د سيمه ييزو زورواکو او امنيتي ځواکونو له لوري وګواښل شول.

ورته موضوع