منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۲ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

په لوګر کې بيا دکانکور ازموينه اخيستل کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

پل علم (پژواک ١١ مر غومى ٩٢): د  لوګر د کانکور ستونزې د هواري په موخه يو پلاوى نن دغه ولايت ته په داسې حال کې ورغلى، چې لسګونو کسانو نن يو ځل بيا د لوړو زده کړو وزارت پر ضد لاريون وکړ.

لسګونه لاريون کوونکو، د مرغومي په ١١مه، د محمداغې ولسوالۍ اړوند د سفيد سنګ په سيمه کې لس بجې لاريون پيل او دوولس بجې يې پاى ته ورساوه.

دغو لاريون کوونکو د لوړه زده کړو وزارت پر خلاف د مرګ شعارونه ورکول او لوګر ته د کانکور د ورغلي پلاوي د مشر لطف الله ساپي د محاکمې غوښتنه يې کوله.

د مدني ټولنې فعال د لاريون ګډون کوونکى خان ولي احمدزى وايي، چې دوى د لوګريانو حق غواړي او له خپلې غوښتنې نه تېريږي.

د لغوه شوي کانکور يو ګډونوال عبدالصبور هم وايي، چې د دوى حق خوړل شوى او د خپل حق دفاع به وکړي.

دا په داسې حال کې چې نن د لوړو زده کړو وزارت د دوو مرستيالانو په ګډون يو پلاوى لوګر ته تللى و او د کانکور په اړه د را پيدا شوې ستونزې له امله يې د لوګر له خلکو بښنه وغوښته.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش پژواک اژانس ته وويل، پلاوي پرېکړه وکړه، چې د روانې مياشتې په جريان کې به د لوګر له زده کوونکو دويم کانکور په لوګر کې اخيستل کېږي.

په لوګر ولايت کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کانکور ازموينه واخيستل شوه، چې په کې تر ٣٥٠٠ کسانو برخه اخيستې وه، چې شاوخوا٢٥٠ يې نجونې وې.

خو کله چې د لوړو زده کړو وزارت د کانکور پلاوى بېرته کابل ته ځي، نو په لاره د کانکور ازموينې اخيستل شوې پاڼې يې په ويالو کې اچولې وې.

د کانکو کمېټې مسوولينو ادعا کوله چې زده کوونکو په پراخه کچه نقلونه کړي وو.