منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۰ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

په ٢٠١٣ کال کې د ناټو سرتېرو وژنه ٦٢ سلنه ټيټه وه

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

کابل (پژواک ١١ مرغومى ٩٢): د ٢٠١٣ کال پر مهال په افغانستان کې د ناټو ١٣٢ سرتېري وژل شوي چې د تېر کال په پرتله ٦٢ سلنه ټيټوالى ښيي.

په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو د معلوماتو له مخې، د ٢٠١٢ کال پر مهال يې په افغانستان کې ٣٤٧ سرتېري وژل شوي وو.

په کابل کې د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونو يوه وياند د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ٢٠١٣ زېږديز کال پر مهال يې په افغانستان کې ١٣٢سرتېري وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې په وژل شوو سرتېرو کې ٨٤ امريکايي او پاتې نور د نورو هېوادونو اړونده دي.

د ايساف وياند دغه راز وويل، چې په دغه کال کې د داخلي بريدونو کچه هم تر ډېره بريده ټيټه شوې وه او د ٢٠١٣ کال په اوږدو کې يواځې ١٣ داخلي بريدونه شوي وو، چې په کې ١٤ بهرني سرتېري وژل شوي دي.

داخلي بريدونه هغه دي چې خپله د ځواکونو له منځه کېږي، ايساف وايي چې ياد ١٤سرتېري يې د افغان ملي ځـواکونو پر ډزو وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ٢٠١٢ کال د ناټو لپاره د داخلي بريدونو تر ټولو خونړۍ کال و او د دغه کال په ٤٥ داخلي بريدونو کې يې ٦١ سرتېري وژل شوي وو.

د داخلي بريدونو لړۍ په ٢٠٠٧ زېږديز کال پيل شوې او د ٢٠١١ زېږديز کال تر پايه پورې شاوخوا ٤٠ دا ډول بريدونه ترسره شوي وو، چې له امله يې ٧٠ بهرني سرتېري وژل شوي او تر ١١٠ زيات ټپيان وو.

په کابل کې مېشت ايساف ځواکونو د تېر کال د هغو وژل شوو سرتېرو شمېرې په اړه معلومات ورکړي چې د عملياتو پر مهال وژل شوي دي، خو د دوى يو شمېر سرتېري په ترافيکي پېښو، طبيعي پېښو او نورو کې وژل شوي چې په اړه يې دوى معلومات نه خپروي.

دغه راز د ايساف يو شمېر ټپي سرتېري په بهرنيو هېوادونو کې د درملنې پر مهال هم خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

خو د (زيانونو) يا (اى کژولټيز) په نوم يوې وېب پاڼې، چې په عراق او افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه شمېرې خپروي وايي، چې د ٢٠١٣ کال پر مهال په افغانستان کې ١٦٠ بهرني سرتېري وژل شوي.

سرچينې زياته کړې چې په وژل شويو سرتېرو کې ١٢٧ امريکايي، ٩ بريتانوي او ٢٤ يې د نورو هېوادونو اړونده سرتېري دي.

دې سرچينې په خپل لېست کې هغه سرتېري هم شامل کړي چې په افغانستان کې ټپي شوي، خو بيا د خپلو هېوادونو په روغتونونو کې يې ساه ورکړې ده.

د ٢٠١٣ کال د مې او جون مياشتې د ايساف لپاره تر ټولو خونړۍ وې، په مې کې ٢٦ او په جون کې ٢٧ بهرني سرتېري ووژل شول.

نومبر او فروري بيا هغه مياشتې وې چې په کې کم بهرني سرتېري ووژل شول، په فرورۍ کې يو تن او په نومبر کې څلور بهرني سرتېري وژل شوي دي.

خو د ناټو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات په لاس کې نشته، امريکايي اژانس اېسوسي اېټېډ پرېس (اى پي) نن خبر ورکړى چې تېر کال په افغانستان کې ١٥٣ بهرني سرتېري وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې تېر کال بيا د افغان ځواکونو مرګ ژوبله ډېره زياته وه، په راپور کې راغلي، چې په دغه کال کې ٢٧٦٧ افغان سرتېري وژل شوي، په داسې حال کې چې وړم کال دغه شمېره ١٨٧٠ تنه وو.

د ناټو سرتېرو د وژنې کچه له دې امله ټيټه او دافغان ځواکونو زياته شوې چې د امنيتي چارو مسووليتونه افغانانو ته سپارل شوي او عمليات اوس د افغانانو لخوا پر وړل کېږي.