ميمنه( پژواک ١٨ مرغومى ٩٢):د فارياب ولايت چارواکي وايي، چې سږ کال ددې ولايت د کانکور ورکوونکو شمېره نږدې دوه چنده شوې، خو د ٢٠ نجونوپه ګډون سلو کسانو د تخنيکي ستونزو او وسله والو د ګواښونو په سبب په کانکور کې ګډون ونه شواى کړاى.
تېره ورځ په دې ولايت کې د دوولسم ټولګيو له نږدې اوه زره فارغينو څخه په دې ولايت کې د کانکور ازموينه واخيستل شوه.
د فارياب والي محمد الله بتاش وايي، چې سږ کال د کانکور ازموينې له نورو سره توپير درلود او د بشپړې سولې او امنيت په فضا کې واخيستل شوه.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې راغلي پلاوي او ګډونوالو ته يې هر ډول اسانتياوې برابرې کړې وې او هېڅ ډول بې نظمي او ګډوډي په کې نه ده شوې.
د فارياب والي زياته کړه، چې تېر کال ددې ولايت ٣٦٠٠ زده کوونکو په کانکور کې ګډون کړى و، خو سږ کال يې شمېره ٦٩٠٠ تنو ته رسېده.
د فارياب پوهنتون رييس ګل احمد فضلي وويل، چې د دوولسم ټولګيو ٩٥ سلنه فارغانو، چې ٤٨ سلنه يې نجونې وې، نوم ليکنه کړې وه او په کانکور کې يې ګډون وکړ.
نوموړي په کانکور کې د دومره کسانو ګډون دهېواد په کچه بې ساري او د وياړ وړ وباله ، خو زياته يې کړه، چې د نوم ليکونکو له ډلې پنځه سلنې د تخنيکي ستونزو او د وسله والو مخالفينو د امنيتي ګواښونو له امله په کانکور کې ګډون ونه شواى کړاى.
فضلي زياته کړه، چې ٢٠ نجونو د پښتونکوټ د خواجه موسى سيمې څخه د وسله والو طالبانو د ګواښ له امله په کانکور کې ګډون ونه شواى کړاى، چې وروسته به بيا د کانکور په متفرقه ازموينه کې برخه واخلي.
د خواجه سبزپوش ولسوالۍ څخه د کانکور يوه ګډونواله زرمينه سعادت وايي، چې په کانکور کې يې د فارياب پوهنتون د انجنيري پوهنځي ساختماني څانګه انتخاب کړې ده.
کوزل بيګزاده د شيرين تګاب ولسوالۍ څخه په کانکور کې ګډون کړى او وايي ،چې د بلخ پوهنتون طب پوهنځى يې ټاکلى او غواړي، چې د طبابت له لارې خلکو ته خدمت وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت څخه فارياب ولايت ته د کانکور اخيستلو لپاره د استول شوي پلاوي رييس عبدالمنان حقيار وويل، چې ازموينه په ١٠ محلونو کې تر سره شوه او ٦٨٠٠ کسانو په کې ګډون کړى و.
نوموړي د فارياب چارواکو له خوا د چمتو شوو اسانتياوو څخه خوښي وښوده او څرګنده يې کړه، چې د نقل لپاره د هر ډول وسيلې کارونه سرغړونه بلل کېږي او د مشاهدې په صورت کې به ددې مسلې له څېړنې وروسته له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.
د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د کانکور ازموينه د روانې مياشتې له لومړيو څخه پيل شوې او دهېواد په کچه به نږدې ٢٥٠ زره داوطلبان ګډون وکړي.
ددې وزارت د معلوماتو له مخې، له دې ډلې به له ٥٥ زرو څخه زيات د لوړو زده کړو موسسو او ٦٠ زره نور د نيمه لوړو زده کړو او يو شمېر نور بيا د لوړو زده کړو شپنيو موسسو ته جذب شي.
د کانکور ازموينه د ٣٤ ولايتونو په ٣٨ حوزو کې اخيستل کېږي او تر اوسه د کانکور د ٥٠ څخه زياتو داوطلبانو ازموينه اخيستل شوې ده.









