کندهار (پژواک ٦ سلواغه ٩٢): په کندهار ولايت کې د کانکور ازموينې لپاره ٢٣١٦ تنو نومونه ليکلي وو، خو نن د ازموينې په صحنه کې ٢٢٣٠ تنو ازموينه ورکړه چې ٣٠٠ يې نجونې وې.
د کانکور د ازموينې د اخيستو لپاره له کابل څخه کندهار ته يو ٢٢ کسيز پلاوى راغلى و چې مشري يې د لوړو زده کړو د وزارت د مرستيال پوهاند ګل حسن وليزي پر غاړه وه.
هغه خوښي وښوده چې په کندهار ولايت کې د تېر په پرتله په کانکور کې د برخه اخيستونکو شمېر لوړ شوى، خو دغه شمېر يې له نورو ولايتونو سره په پرتله د قناعت وړ ونه ګاڼه.
نوموړي زياته کړه: ((خوست چې يو کوچنى ولايت ته د کانکور په ازموينه کې له ٤ تر ٥ زرو کسانو ګډون کړى و، دغه راز په ننګرهار کې هر کال له ١٠ تر ١٢ زرو کسانو ګډون کوي، خو د کندهار ونډه بيا هم ډېره کمه ده.))
خو هغه د دې ستونزې لامل نا امني وګڼله او تمه يې وښوده چې د امنيت په لا ښه کېدو به د کانکور د برخه والو شمېر نور هم لوړ شي.
له کابل څخه د راغلي پلاوي په ډله کې د کانکور د کمېسيون مشر پوهنمل اکبرجان ارزومند پژواک اژانس ته وويل، چې که څه هم د تېر په پرتله په کندهار کې په کانکور کې د برخه اخيستونکو زده کوونکو شمېر ډېر شوى خو د نجونو ونډه يې لا هم لږه ده.
هغه د هېواد په کچه د کانکور د ګډونوالو د شمېر په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل چې سږ کال تر ٢٠٠ زره زده کوونکو د کانکور د ازموينې لپاره نومونه ليکلي وو.
دى وايي، په پلان کې ده چې سږ کال به د هېواد په کچه ٣١ دولتي پوهنتونونه په بېلابېلو پوهنځيو کې له ٥٥ تر ٥٧ زره پورې زده کوونکي جذب کړي او دغه راز به د ٣ زرو په شاوخوا کې زده کوونکي د بورسونو له لارې بهرنيو هېوادونو ته د زده کړو لپاره ولېږل شي.
د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل، چې په تېرو کلونو کې به په کندهار کې د سلګونو په شمېر کسانو د کانکور په ازموينه کې برخه اخيسته، خو اوس دغه شمېر زرګونو ته رسېدلى دى.
هغه پژواک ته وويل، له تېر کال راهيسې په کندهار ولايت کې د تړل شوو ښوونځيو د بيا پرانيستل کېدو هڅې پيل شوې او تمه ده چې په راتلونکو کلونو کې به دغه شمېره پورته ځي.
خو والي يوې بلې ستونزې ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د هېواد په کچه د خصوصي پوهنتونونو د زده کړو، د کانکور د ازموينو، د استادانو د تدريس او په نورو برخو کې هېڅ معيار او سټنډرډ په نظر کې نه نيول کېږي.
هغه خبردارى ورکړ چې په راتلونکو کلونو کې به لکه اوس چې له تروريزم سره لاس او ګرېوان يو، په همدې توګه به بې سواده تحصيل يافته چې څه به يې زده نه وي او اسناد به لري، د هېواد لپاره لوى ګواښ وي.
نوموړي له اړوندو ادارو وغوښتل، چې د دولتي پوهنتونونو په څېر دې هغوى ته معيارونه وټاکي.
د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيدجان خاکرېزوال بيا د لوړو زده کړو له وزارته وغوښتل چې کندهار ته د نورو ولايتونو په څېر نظر ونه کړي، ځکه دلته زده کوونکي د سر په سودا زده کړې کوي.
د کندهار د کانکور په نننۍ ازموينه کې ښځينه او نارينه زده کوونکو کومه ستونزه نه لرله، خو غوښتنه يې کوله چې وزارت دې ورسره په نتايجو کې توپيري چلند نه کوي.
د احسان الله په نوم يوه زده کوونکي وويل، تېر کال هم ګڼ شمېر زده کوونکي د کانکور په ازموينه کې بې نتيجې پاتې شوي وو، خو سږ کال بايد اړوند مسوولين داسې و نه کړي.
له کابل څخه راغلي د کانکور د کمېسيون مشر پوهنمل اکبرجان ارزومند دا خبره رد کړه چې ګواکې په نتايجو کې د کندهار له زده کوونکو سره توپيري چلند کېږي.
هغه وويل، تېر کال په کندهار کې د برياليو زده کوونکو فيصدي تر ٩٠ زياته وه او د دغه ولايت شرايطو ته په پام يې دغه ولايت ته امتياز ورکړى و.









