منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۱ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

لوګر کې د کانونو له انسټيټيوټه لسګونه تنه فارغ شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۲ کتنې

پل علم (پژواک ١٥ سلواغه ٩٢): د لوګر د کانونو له انسټيتيوټ څخه په لومړي ځل لسګونو فارغ شوو زده کوونکو له حکومت څخه په دې برخه کې د کار موندلو غوښتنه وکړه.

د لوګر د کانونو له انسټيټيوټ څخه د فارغ شوو زده کوونکو په وياړ نن (د سلواغې ١٥مه) د دغه ولايت د چارواکو، ولايتي شورا غړو او د زده کوونکو د خپلوانو په ګډون غونډه جوړه شوې وه.

د لوګر د پوهنې رييس انجنير اکبر ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لوګر ولايت ځوانانو ته يې د کانونو په برخه کې د دوه کلنې مسلکي زده کړې زمينه برابره کړې ده.

ده زياته کړه، د کانونو انسټيټيوټ دوه کاله وړاندې په لوګر کې د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د معينيت له لوري جوړ شو، چې دا دى په لومړي ځل ترې ١٠٢ تنه فارغ شول.

د هغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه انسټيټيوټ کې ١٧٢ تنه نور زده کوونکي په مسلکي زده کړو بوخت دي.

د عبدالوحيد په نوم يوه فارغ پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د کانونو په انسټيټيوټ کې عملي او نظري دوه کلنې زده وکړې.

نوموړى وايي: “اوس کولى شم د کانونو په برخه کې کار وکړم، خو له حکومت څخه غواړو چې په دې برخه کې موږ ته وظيفه راکړي، تر څو له دې لارې د خپل کور مصارف پوره کړو.”

د امرالله په نوم يوه بل فارغ بيا وويل: “په هېواد کې پرېمانه کانونه موجود دي، که حکومت او خصوصي سکتور په کې عملي کار پيل کړي، نو زموږ په شان مسلکي کسانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.”

په دې غونډه کې د لوګر مرستيال والي محمد هاشم فيضي وويل، هڅه به وکړي چې فارغ شوو زده کوونکو ته په دغه ولايت کې د کار موکه برابره کړي.

ده زياته کړه: “کله چې د مس عينک پروژې رسمي کېندنه پيل شي، فارغ شوي کسان به په کې وګوماري.”

د نوموړي په وينا، لوګر د کانونو له پلوه يو بډاى ولايت دى، چې مس، کرومايټ او نورې قيمتي ډبرې په کې شته.

هغه وايي، حکومت غواړي چې د کرومايټو د استخراج قرارداد هم وکړي.