منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۰ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

په بغلان کې يو پاکستانى ډاکټر ونيول شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

 پلخمري(پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٢): په بغلان ولايت کې د يوه پاکستاني ډاکټر په ګډون، چې جعلي جواز يې درلود،درې تنه نيول شوي او روغتيايي کلينيک يې تړل شوى دى.

د بغلان څارنوالۍ رييس دين محمد قريشي وايي، چې دغه پاکستانى ډاکټر له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د “شفا” روغتون په داخله او ماشومانو څانګه کې په دنده ګومارل شوى و، خو د څېړنو او خلکو له شکايتونو وروسته وپوهېدل، چې نوموړي له جواز او اسنادو پرته د ناروغانو درملنه کوله.

 قريشي پژواک ته وويل، چې ددې کلينيک اصلي خاوند يو کال وړاندې مړ شوى او اوس يې کارونه ورور پر غاړه اخيستي، په داسې حال کې، چې په روغتيا رياست کې يې رسميت نه درلود.

هغه زياته کړه، چې پاکستانى ډاکټر د کلينيک له څښتن سره نيول شوى او کلينيک يې تړل شوى دى.

 د بغلان ولايت د عامې روغتيا رياست دپلټنې او قوانينو د څانګې غړي ډاکټرګله خان وويل: کله چې د عامې روغتيا پلاوي د کلينيک پلټنه کوله،  نو خاوند يې پاکستانى ډاکټر پټولو او د پلاوي له راتګ وروسته به يې بېرته د ناروغانو درملنې ته مخه کوله.

د د وشي ولسوالۍ کيلګي سيمې  يوه اوسېدونکي قمرالدين وويل، چې ددې پاکستاني ډاکټر درملنې د موثريت پر ځاى ناروغ ته لا زيات تکليف ورکاه.

 هغه زياته کړه:(( ١٣ کلنې لور ته مې يو تکليف پيدا شو، چې نفس به يې يو يو ځل بندېده، خلکو راته وويل ، چې شفا روغتون  ته يو ښه پاکستانى ډاکټر   راغلى دى. لور مې ور وسته ، خو سره له دې چې له درملنې څخه يې څو مياشتې تېرېږي، لورمې ښه نه شوه، ناروغي يې تر دې هم سخته شوه.))

قمرالدين وويل،  دولت بايد داسې ډاکټران ونيسي او له قانون سره سمه جزا ورکړي، چې د ناروغانو له ژوند سره لوبې کوي.

 بل خوا بيا پوليسو د توبرکلوز ناروغۍ ١٠ زره هغه ټابلېټ ، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ له روغتون څخه د يوه موټر په وسيله د پلور لپاره بازر ته وړل کېدل، له موټر چلوونکي سره يو ځاى نيولي دي.

د بغلان امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت وويل، چې دا ټابلېټ په باډي لرونکي لکسس موټر کې پټ کړل شوي وو او له روغتون څخه د وېستلو پرمهال ونيول شول.

هغه زياته کړه، چې ټابليټ د عامې روغتيا رياست ته سپارل شوي دي.

 د بغلان د روغتيا رياست د پلاوي غړي ډاکټر شاه محمد هوفياني وويل، دا تابليټ  د توبرکلوز( سل) ناروغۍ د درمنلي لپاره ځانګړي وو، چې د مرکزي بغلان روغتون  ناروغانو ته د عامې روغتيا وزارت له خوا ورکړل شوي وو.

هغه زياته کړه، چې د توبرکلوز ناروغانو درمل او درملنه وړيا ده، خو دغه ټابليټ    په ناقانونه ډول وېستل کېدل  او  بازار کې پلورل کېدل.

نوموړي ددې عمل د اصلي  عاملينو د پېژندلو او نيولو غوښتنه وکړه ، خو د بغلان امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وويل، چې روغتون ته يو پلاوى استول شوى او څېړنه کوي، چې اصلي عاملين يې  ومومي.