کابل (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٢): د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، چې د کابل د کانکور ازموينې لومړى پړاو د دغه ولايت د څوارلس ګونو ولسواليو د دولسم ټولګيو له لس زرو څخه د ډېرو فارغينو په ګډون پيل شو.
د کانکور ازموينې د اخيستو پروسه نن (د سلواغې ٢٧ مه) د لوړو زده کړو وزير، د کابل پوهنتون د مشر، د بېلابېلو پوهنځيو مشرانو او د کانکور ازموينې د اخيستو کمېټې په حضور کې پيل شوه.
د دغې پروسې ټولې پوښتنپاڼې او اړونده مدارک، چې د کانکور ازموينې د اخيستو کمېټې له لوري په يوه صندوق کې مهر او لاک شوي وو، د لوړپوړي پلاوي، د زده کوونکو استازو او رسنيو په شتون کې د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد له لوري پرانيستل شو.
د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد وويل، نن له ١٠٩١١ کسانو څخه د کانکور ازموينه اخيستل کېږي، چې څلوېښت سلنه يې نجونې دي.
هغه زياته کړه، چې د کابل د کانکور ازموينه په پنځو دورو کې اخيستل کېږي، چې لومړى پړاو يې نن په کابل، کابل طبي، پولي تخنيک او د برهان الدين د ښوونې او روزنې په پوهنتونونو کې اخيستل کېږي.
د وزير د معلوماتو له مخې، له ټولو ګډونوالو به يې ٥٧زره تنه د دولتي لوړو زده کړو موسسو، پنځوس زره به يې د نيمه عالي زده کړو موسسو او ٣٤زره نور به د خصوصي لوړو زده کړو موسسو ته په ښه سلنه لاره پيدا کړي.
د عبيد په وينا، په کانکور ازموينه کې د ګډونوالو شمېر له ٢٥٠زره کسانو څخه ډېر دى، چې د تېرو کلونو په پرتله يې کچه لوړه ده.
هغه زياته کړه، چې په روان کال کې يې د محصلينو د لا ډېر جذب په موخه ١٠٠ نوي پوهنځي او ٢٣٠ ډيپارټمنټونه جوړ کړي، خو زياته يې کړه، چې سل په سلو کې د ګډونوالو د جذب امکان نشته.
عبيدالله عبيد د کانکور ازموينې له ټولو ګډونوالو وغوښتل، چې د خپلو تحصيلي پوهنځيو په ټاکنه کې دقيق واوسي.
د هغه په وينا، که چېرې د يوه محصل نومرې له پنځوس سلنې څخه ټيټې وې، نو د وزارت د معيارونو له مخې، ناکام بلل کېږي.
د کابل د پغمان ولسوالۍ د يوې لېسې زده کوونکې صفيې پژواک اژانس ته وويل، چې د کانکور له ازموينې خوښه ده او پوښتنې هم ښې وې.
نوموړې زياته کړه، د خپلې خوښې وړ څانګه يې چې د انګليسي ادبيات دي، ټاکلې او هيله لري چې په خپله ازموينه کې بريالۍ شي.









