منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۲ غ.م
۴°ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

په کندهار کې د دوه ميليونه نيالګيو ايښودلو لړۍ پيل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

 کندهار(پژواک ١٧کب ٩٢): په کندهار ولايت کې د نيالګيو ايښودلو لړۍ پيل شوه، چې په ترڅ کې په يې په کندهار ښار او ولسواليو کې ٢ ميليونه نيالګي کېښودل شي.

 د نيالګيو ايښودلو لړۍ د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، ښاروال محمد عمر عمر او د کرنې د رئيس انجنير احمدشاه روشن له خوا د کندهار ښار له عيدګاه سيمې څخه پيل شوه.

 د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږ کال به کندهار ښاروالي او د کرنې رياست په ګډه ٢ ميليونه نيالګي کښېنوي، چې يو ميليون به يې په ښار او يو ميليون نور به يې په ولسواليو کې ولګول شي.

 هغه زياته کړه، کندهار د هېواد په کچه د نيالګيو د ايښودلو په برخه کې ښه شاليد لري او خلک دې د خپل چاپېريال د پاک ساتلو په موخه د نيالګيو ايښودلو ته پاملرنه وکړي.

 نوموړي په دې برخه کې په ځانګړې توګه پر ښوونکو او د امنيتي ارګانونو پر سرتېرو ږغ وکړ، چې په خپلو خپلو سيمو کې دې يو- يو نيالګى کښېنوي.

 د کندهار ښاروال قاضي محمد عمر پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې يې د کرنې له رياست سره په ګډه د دوه ميليونه نيالګيو د ايښودلو کمپاين پيل کړ.

 هغه زياته کړه، دغه اندازه نيالګي په دغه ولايت کې روزل شوي او د دې ځاى له اب او هوا سره توافق لري، چې د تېر په پرتله به يې په لګېدو کې ستونزه نه وي.

 ښاروال له خلکو وغوښتل چې د نيالګيو په ساتنه کې خپله برخه مسووليت تر سره کړي او د خپلې سيمې په سمسورتيا کې برخه واخلي.

 خو د کندهار ولايت اوسېدونکي وايي، چې اړوندې ادارې هر کال په لکونو نيالګي کښېنوي، خو د نه پاملرنې له امله ډېر کم نيالګي لګېږي او وده کوي.

 د کندهار ښار د درېيمې ناحيې اوسېونکي محمد زمان پژواک اژانس ته وويل، چې ښاروالي او د کرنې رياست بايد د نيالګيو د ايښودلو تر څنګ د هغوى روزنې او پالنې ته پام وکړي.

 نوموړي دغه راز په دې برخه کې  د خلکو همکاري هم اړينه وبلله او ويې ويل، چې په خپله د سيمې اوسېدونکي هم مسووليت لري، چې په خپل چاپېريال کې د نيالګيو ساتنې ته پام وساتي او د هغوى کسانو مخه ونيسي چې نيالګيو ته زيان اړوي.

 د يادونې وړ ده چې تېر کال هم په کندهار کې د ښاروالۍ او کرنې رياست له لوري ١١ سوه زره نيالګي ايښودل شوي وو.