منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د پوهاند محمدجان احمدزي په ياد غونډه جوړه شوه

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۲ کتنې

کابل (پژواک ٢٨ ورى ٩٣): د هېواد د سياسي، فرهنګي او جهادي شخصيت پوهاند محمدجان احمدزي د ٢٣ تلين په  ياد نن په کابل کې غونډه جوړه شوه.

محمدجان احمدزى د ١٣٢٦ لمريز کال د تلې مياشتې په ١٥مه د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ د سرخ اب په کلي زېږېدلى و او ١٣٧٠ کال د روژې مياشتې په وروستۍ ورځ په پېښور کې سهار مهال د ناپېژانده کسانو له خوا ووژل شو.

نن په کابل کې د محمدجان احمدزي په ياد “د متخصصو احمدزيو د همغږۍ ټولنې” په نوښت غونډه جوړه شوه او په دې غونډه کې ګڼ شمېر جهادي مشرانو، دولتي چارواکو او يو شمېر فرهنګيانو ګډون کړى و.

په دې غونډه کې د قومونو او قبايلو چارو وزارت مرستيال محمديعقوب احمدزي وويل، چې د محمدجان احمدزي په څېر د سياسي، جهادي او فرهنګي شخصيتونو په اړه غونډې جوړول پر ځاى کار دى.

هغه زياته کړه: ((د دغه شان وتلو شخصيتونو کارنامې او موخې بايد تعقيب شي…احمدزي په هېواد کې د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره هڅې کولې.))

د هغه په وينا، پوهاند احمدزي په هېواد کې د سولې، ملي او د مجاهدينو د يووالي لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

په ياده غونډه کې د متخصصو احمدزيو د ټولنې مشر محمدنذير احمدزي وويل، چې محمدجان احمدزى د اسلامي نړۍ په کچه يو پېژندل شوى دعوتګر و، چې علمي ليکنو يې د هغه مهال د ورځپاڼو سرليکونه جوړول او د کتابونو ترڅنګ يې بې شمېره علمي او فرهنګي مقالې هم ليکلې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په اسلام کې د کورني ژوند نظام، نېکمرغه واده، ترجمة القران و السنه، الاربعين نوويه، رساله تعليم او د اسلامي دعوت د لارې مشکلات يې له مهمو تاليفاتو او ژباړو څخه دي.

هغه زياته کړه: ((شهيد استاد ډېر ښکلى ليک، زړه خوښوونکى اواز او بې سارى علمي ذکاوت درلود.))

په ياده غونډه کې د ولسمشر  د لومړي مرستيال محمد يونس قانوني پيغام هم ولوستل شو.

په پيغام کې راغلي، چې د ټولو هېوادوالو دنده ده، ترڅو د دغه شان مجاهدينو په ياد غونډې جوړې کړي او کارنامې يې وستايي.

د قانوني په پيغام کې زياته شوې: ((محمد جان احمدزي ويل، که د سره پوځ پر وړاندې يو ځاى نه شو، نو له ډېرو سختو ستونزو سره به مخ شو.))

په پيغام کې راغلي، محمد جان احمدزي په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د مجاهدينو د يووالي لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي.

قانوني په خپل پيغام کې وړانديز کړى، چې په لوګر ولايت کې دې د محمد جان احمدزي په نوم يو پوهنتون جوړ شي.

په ياده غونډه کې د اسلامي اقتدار ګوند مشر انجنير احمدشاه احمدزي وويل، چې د شهيد پوهاند محمد جان احمدزي ترڅنګ ټولو مجاهدينو هڅه کوله، چې په هېواد کې اسلامي نظام واکمن شي.

هغه په اوسني نظام نيوکه وکړه، چې هېواد يې له ستونزو سره مخ کړى او زياته يې کړه: ((ديموکراسي موږ ته څه راوړل؟ ديموکراسي موږ ته فساد او بربادي راوړه، ځوانان او پېغلې يې ګمراه کړل.))

د هغه په وينا، د محمد جان احمدزي په څېر هېڅ يو مجاهد د دې غوښتونکى نه دى، چې د لوېديځ په خوښه غربي نظام دلته حاکم شي.

احمدزي د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون لاسليک د هېواد په زيان وباله او زياته يې کړه، چې دغه تړون د اسلام او افغانيت په ضد دى.

مشورتي لويې جرګې تېر کال د ليندۍ په ٣مه د افغانستان  او امريکا تر منځ د امنيتي تړون سند له يو لړ وړانديزونو سره تاييد کړ او له ولسمشر حامد کرزي يې وغوښتل، چې دغه سند لاسليک کړي.

خو ولسمشر حامدکرزي په افغانستان کې د سولې ټينګښت، د افغانانو پر کورونو د بريدونو درول او د رڼو ټاکنو تر سره کول، د دې سند د لاسليک لپاره د شرطونو په توګه وړاندې کړل.

احمدشاه احمدزي له راتلونکي ولسمشر نه غوښتنه وکړه، چې ياد شوى تړون لاسليک نه کړي او د اسلام د دين لپاره بايد ژمن وي.

د وري په ١٦مه، په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شوې، چې لومړنۍ پايلې يې د غويي په ٤مه او وروستۍ پايلې به يې د همدې مياشتې په ٢٤مه اعلان شي.