ميمنه (پژواک ٣ غويى ٩٣): په لسګونو نجونو او ماشومانو د فارياب والي د دفتر پر وړاندې له ژړا او فريادونو سره مل لاريون وکړ او يو ځايي قوماندان يې پر خپلو خپلوانو په تېري او وژنه تورن کړ، خو ياد قوماندان دا چاره يوه دسيسه ګڼي.
لاريون کوونکي چې شمېر يې نږدې سلو کسانو ته رسېده نن له غرمې وړاندې د فارياب د والي د دفتر مخې ته راټول شول او ويل يې، چې ځايي قوماندان قادر رحماني ښځې، نجونې او ماشومان د څارويو غوندې طويله خانو ته بيايي او بې عفته کړې يې دي.
دا ښځې او ماشومان، چې د پښتونکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي دي، وايي چې دولت بايد د دغه ظلم او وحشت عاملان مجازات کړي.
يوې معترضې ښځې پژواک ته وويل: ((قوماندان قادرخان مې خاوند وواژه، اوس څلور بې سرپرسته ماشومان را له غاړې دي، له دولته غواړم، چې زما د خاوند وژونکو ته جزا ورکړي.))
کوچني ماشومان، چې ځيني يې پښې يبلي و او ژړل يې، په دې اړه يې وويل: ((موږ د خپلو پلرونو قاتلان غواړو.))
يوې بلې ښځې وويل، قوماندان قادر يې کور سوځولى او ټول شته يې له منځه تللي دي.
دې مېرمنې زياته کړه، چې هغه د دې ورور مفتي اصف هم وژلى، په داسې حال کې چې هغه يو ديني عالم و او کومه ګناه يې نه درلوده.
د ښځو او ماشومانو وير او ژړا تر دې کچې وه، چې د والي د دفتر کارکوونکو او مراجعين هم ورته راووتل او له سترګو يې اوښکې بهېدې.
دغو معترضو ښځو ويل، چې د پښتونکوټ امنيه قوماندان خپل ټانکونه قوماندان قادر ته ورکړي وو او بايد چې مجازات شي.
کله چې د پښتونکوټ امنيه قوماندان د ولايت له دفتره راووت، ښځو او ماشومانو پرې يرغل وکړ او نوموړى هم په خپل رينجر موټر کې له هغه ځايه وتښتېد.
د ملي امنيت يوه کارکوونکي ښځو ته وويل، چې د پښتونکوټ امنيه قوماندان ملامت نه دى، د خلکو په ملاتړ سيمې ته تللى و او قوماندان قادر ترې ټانکونه په زور بيولي وو.
خو ځينې ښځې او نجونې د امنيت له دې کارکوونکي سره شخړه وکړه.
خو د فارياب د والي وياند احمد جاوېد بيدار وويل، چې پښتونکوټ ولسوالۍ ته د استول شوي پلاوي د راپور له مخې، د تېري موضوع نشته او که چېرې پلاوي بې پرې راپور نه وي چمتو کړى او په وروستيو څېړنو کې تېرى ثابت شي، نو له عاملينو سره به قانوني چلند وشي.
نوموړي پژواک ته وويل، د پلاوي د راپور له مخې، د قادر رحماني د ورور عطامحمد له وژل کېدو وروسته د دې سيمې درى نور اوسېدونکي هم د مقابل لوري له خوا وژل شوي او ١٦ د استوګنې کورونه سوځول شوي دي.
د والي وياند زياته کړه، چې د پښتونکوټ ولسوالۍ د دريو کلو اتيا سلنه خلک بې ځايه شوي او د قوماندان قادر کسانو له ځينو دولتي وسايطو او وسلو هم کار اخيستى دى.
دغه لاريون د ځايي خلکو له هغې ادعا وروسته کېږي، چې ګني د قوماندان قادر کسانو د پښتونکوټ په نيازبېک کلا، تحت زغن او اق دره کلو بريد کړى او د مولوي اسدالله، مفتي اصف، ملا رسول، ملا پيغمبرقل او د خال محمد په نوم د يوه پوليس په ګډون يې ١٥ کسان وژلي او د استوګنې ٤٠ کورونه يې سوځولي او لوټ کړي دي.
د پښتونکوټ د اقدرې يوه اوسېدونکي ملا عبدالسلام وويل: ((موږ د کلي په غونډيو کې اوسېږو، شپې مهال د قوماندان قادر په لسګونو کسان کورونو ته راننوتل، پر ښځو او نجونو يې تېرى وکړ او ٢٠ نارينه يې هم له ځان سره بندي کړل.))
هغه زياته کړه، چې د ملي اردو، پوليسو او عامه نظم ځواکونه سيمې ته راغلل، خو لا هم نه دي توانېدلي، چې د دغه خپلسري قوماندان خلک له سيمې وباسي او دوى ته هم اجازه نه ورکوي، چې له غرونو راښکته او خپل مړي او ټپيان ټول کړي.
خو د قادر رحماني زوى طاهر رحماني دا ادعاوې رد کړې او ويې ويل، چې دا د ولايتي شورا د رييس رحمت الله ترکستاني له خوا يوه جوړه شوې دسيسه ده، چې په ولايتي شورا کې د ده له موقف څخه وېره لري.
نوموړى، چې د ولايتي شورا اوسنى غړى دى او نوې دورې ته يې هم ځان نوماند کړى؛ ادعا کوي، وروسته له هغه چې زما تره عطا محمد د طالبانو او د ولايتي شورا رييس د وسله والو کسانو له خوا د پښتونکوټ امنيه قوماندان نجيب الله د ځواکونو په همکارۍ ووژل شو، نو د سيمه ييزو او ملي پوليسو ځواکونه د پېښې ځاى ته ولاړل او له طالبانو سره يې نښته وکړه، چې په پايله کې يې شپږ طالبان ووژل شول او پاتې نور وتښتېدل.
رحماني زياته کړه: ((په دغه بريد کې له يوه کور پرته، چې طالبانو په کې سنګر نيولى و، بل چا ته زيان نه دى رسېدلى، حتى د يوه ماشوم پزه نه ده وينې شوې او وضعيت په بشپړ ډول ارام دى.))
د قوماندان قادر رحماني زوى وويل، چې نوموړى له څه مودې راهيسې په کابل کې دى او په دې نښتو کې يې لاس نه درلود.
خو رحمت الله ترکستاني وويل، چې د ځايي خلکو د ورسېدلو شکايتونو پر بنسټ، قوماندان قادر دوه شپې وړاندې پر څه باندې شلو ځوانو نجونو او ښځو تېرى کړى دى.
هغه وويل: ((سيمې ته به د پلاوي له سفر او قضيې څېړنې سره هر څه روښانه شي، چې د بېګناه وګړو، وژونکي، د خلکو پر ناموس تېري کوونکي، لوټمار او د کورونو سوځوونکي څوک دي؟))
د ويلو ده، چې د قادر رحماني زوى احمد رحماني په ولسي جرګه کې د فارياب د خلکو استازى و، چې په ١٣٩٠کال کې د فارياب په مرکز ميمنه ښار کې د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
همدارنګه د قادر رحماني پلار عبدالرحمن رحماني، چې په ١٣٧٠لسيزه کې د جنرال دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش د اقتدار پر مهال په شمالي ولايتونو کې والي و، د ځينو سرچينو په وينا، چې د جنرال دوستم د مرستيال رسول پهلوان د وروڼو له خوا ووژل شو.










