منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

لوګر والي: ځينو سيمو کې مو روغتيايي خدمات له نشت سره برابر دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

پل علم (پژواک،٨غويى٩٣):د لوګر والي ددې ولايت د عامې روغتيارياست چارواکي په ناغېړۍ تورن کړل ، چې ګنې په لرو پرتو سيمو کې يې روغتيايي خدمات له نشت سره برابر دي.

والي نياز محمد اميري له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې د لوګر د عامې روغتيا رياست اداره له بهرنيو مرستو سره سره نه ده توانېدلې، چې خپل روغتيايي خدمات تنظيم کړي.

دى وايي:((د لوګر په لرو پرتو ولسواليو کې ځايي خلکو او په ځانګړي ډول امنيتي ځواکونو ته د ملکي روغتيايي مرکزونو خدمات په سمه توګه نه ترسره کېږي.))

هغه ددغو سيمو يادونه ونکړه، خو د خروار ولسوالۍ د لرو پرتو سيمو روغتيايي خدمات يې د بېلګې په ډول ياد کړل.

والي زياتوي:((مثلاپه خروار ولسوالۍ کې روغتيايي اسانتياوې نشته، هلته يوه پوليس سرتېري خپل غاښ په يوه نايي د لس زره کلدارو په مقابل کې ويستلى و، له دې يې و انګېرئ ، چې هلته روغتيايي خدمات شته که نه؟))

والي وايي، په دغه ولايت کې يې د روغتيايي ستونزو په تړاو خپلې اندېښنې په کابل کې له اړوندو ادارو سره شريکې کړې دي.

نياز محمد اميري وايي، چې په دغه ولايت کې د عامي روغتيا ځينې پلې شوې  پروژو هم بې کيفيته دي.

بله خوا ددغه ولايت اوسېدونکي هم  پر  روغتيايي خدماتو نيوکې لري.

د لوګر د مرکز پل علم اوسېدونکي حميدالله پژواک ته وويل: (( زه په يوه ترافيکي پېښه کې ټپي شوى وم، کله چې مرکزي روغتون ته راوستل شوم ، په درملنه کې مې ډېر ناغيړي کېده.))

د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکى حبيب الله بيا وايي، چې ددغه ولايت په لرو پرتو سيمه کې ښځينه ډاکټرانې نشته او خلک يې له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د‌ى وايي: (( د ولسوالۍ په لرو پرتو سيمو کې روغتيايي کوچني مرکزونه شته ، خو ښځينه ډاکټرانې په کې نشته ، نو خلک به څنګه خپلې ښځينه ناروغانې نارينه ډاکټرانو ته د درمنلې لپاره ورولي؟))

خو له دې ټولو سره سره ددغه ولايت د عامي روغتيا رييس ډاکټرمحمد ظريف  نايب خېل دا ټولې ادعاوې بې بنسټه وبللې.

نايب خېل پژواک ته وويل: ((په مرکز کې ۵۲ بستريز روغتون  لرو، په بره کي برک ولسوالۍ کې ۴۰ بستره، په محمداغې ولسوالۍ کې ۲۰ بستريز او په ټول ولايت کې نور ۴۵ روغتيايي مرکزونه لرو.))

هغه وايي، چې په دغه ولايت کې د پاکستان په مالي مرسته د يوه ۳۰۰ بستريز روغتون چارې روانې دي او په نږدې وختونو کې به يې چارې بشپړې شي.

ده د ښځينه ناروغانو د درملنې لپاره د ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي په ځواب کې وويل: ((په ټولو روغتيايي مرکزونو کې هر ورځ د سلګونو ناروغانو درملنه کوو، چې هر کال يې ارقام تر ٨سوه رزه پورې رسېږي، په دې کې شاوخوا ١٥ رزه د زېږون واقعې وي، ددغو نسايي او ولادي ناروغيو درملنه څوک کوي؟ له دې جوتيږي، چې ښځينه ډاکټرانې هم لرو.))