ترينکوټ (پژواک ٤ غبرګولى ٩٣): د اروزګان يو شمېر خلک او چارواکي وايي، چې د دې ولايت د مرکزي روغتون يوه ډاکټر په دې روغتون کې يو شمېر ښځينه ناروغانې وهلې ډبولې دي.
د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې، دې يواځيني مرکزي روغتون ته هره ورځ سلګونه نارينه او ښځينه ناروغان د درملنې په موخه ورځي.
ماګله د پاخه عمر هغه ښځينه ناروغه ده، چې نن له درېيو لورګانو او خپلې انږور سره ياد روغتون ته راغلې وه، د دې روغتون د يوه ډاکټر له لوري په لرګيو وهل شوې ده.
نوموړې چې تر وهلو ډبولو وروسته د روغتون په امبولانس کې ناسته و، سر يې مات و او پر بدن يې د لرګيو د وهلو نښې هم وې، پژواک خبري اژانس ته يې وويل: “د خپلو کورنۍ له درېيو نورو ښځينه وو سره ياد روغتون ته د درملنې لپاره راغلې وم، خو کله چې تر څلورو ساعتونو وروسته نوبت را ورسېد، نو د روغتون سرطبيب چې ډاکټر ياد ولي نومېږي، سملاسي له خپلې خونې راووت او پر ناستو ښځينو ناروغانو يې د لرګيو ګوزارونه پيل کړل.”
د دې په خبره، ياد ډاکټر د نوموړې سر دوه ځايه مات کړى او همدارنګه يې د بدن په نورو برخو هم وهلې ده.
هغه زياتوي: “د کورنۍ نورو غړو مې له ياد ډاکـټر څخه زما د خلاصون کوښښ کاوه، خو دغه ډاکټر هغوى هم وډبولې او هرڅوک چې مخې ته ورتلله، وهلې يې.”
همدارنګه يوه بله مېرمن چې خپل نوم يې ونه ښود، پژواک ته وويل چې ياد ډاکټر ډېره وهلې ډبولې ده.
دا زياتوي، روغتون ته په دې موخه ورغلې وه، چې د خپلې ناروغۍ درملنه وکړي، خو اوس يې سر مات او په بدن يې هم د لرګيو د ګوزارونو نښې شته.
هغه وايي: “که چېرې مې خاوند په داسې حالت کې وويني، نو سملاسي به روغتون ته راشي او د خپلې مېرمنې د وهلو غچ به واخلي.”
دغه دواړو مېرمنې د ياد روغتون له مسوولينو غواړي، چې نوموړى ډاکټر له روغتون څخه وباسي.
له بلې خوا د وهل شويو ښځينه وو ناروغانو د کورنۍ غړو هم له دولت څخه وغوښتل، چې د ډاکټر ياد ولي له لوري د دوى د کورنيو د ښځينه ناروغانو د وهلو ډبولو په اړه دې دوى ته وضاحت ورکړي، چې ولې يې دا کار کړى دى.
ګل محمد يو له هغو کسانو څخه دى، چې مور يې د ياد ډاکټر له لوري وهل شوې او سر يې مات شوى دى.
هغه وايي: “که چېرې دولت ياد ډاکټر ته سزا ورنه کړه، نو دى به خپله د خپلې مور د وهلو غچ واخلي او ډاکټر ته به هر ډول زيان چې په توان کې يې وي، ورسوي.”
همدارنګه په مرکزي روغتون کې يو شمېر نور کارکوونکي او د ياد روغتون ساتونکي د نوموړي ډاکټر له لوري له ښځينه او نارينه ناروغانو سره د بد چلند نننۍ موضوع لومړۍ نه بولي، بلکي وايي چې دغه ډاکټر څو ځلې دغه ډول کړنې ترسره کړې دي، خو هېڅوک يې مخې ته نه دى درېدلى.
د زلمي په نوم د روغتون يوه ساتونکي وويل، له ناروغانو سره د ډاکټر ولي ناوړه چلند او اخلاقي فساد دوى مجبوره کړي، چې پر وړاندې يې په رسنيو خپل غږ پورته کړي.
د اروزګان ولايت د مرکزي روغتون مشر ډاکټر محمد نادر رحماني هم د ياد روغتون د سرطبيب ډاکټر ياد ولي له لوري د ناروغانو وهل ډبول مني او وايي، دا کړنه له طبابت او انساني اخلاقو څخه ليرې کار دى.
دى زياتوي، د روغتون اداره به د نوموړي په اړه تصميم ونيسي او هر ډول پرېکړه يې چې وکړه، پلې به يې کړي.
د نوموړي په خبره، د يادې پېښې له رامنځ ته کېدو سملاسي وروسته، پوليس روغتون ته ورغلي او ياد ډاکټر يې له ځانه سره وړى دى.
خو د اروزګان د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونيار ګلاب خان، پژواک ته وويل چې ياد ډاکټر دوى راوستى وو، خو تر څېړنو وروسته يې بېرته خوشې کړ او دا مهال په روغتون کې خپله دنده مخ ته وړي.









