تالقان (پژواک ٦ غبرګولى ٩٣): د تخار د لويې لارې پوليسو لپاره د يوه مرکز په جوړېدو سره به د تخار- بدخشان او د تخار-کندوز لويې لارې خوندي شي.
د تخار چارواکو دا څرګندونې د مرکز تالقان ښار اړوند په تنګي سيمه کې د پوليسو د دغه مرکز د ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې وکړې.
د تخار والي عبداللطيف ابراهيمي د دې ودانۍ د پرانيستې پر مهال پژواک خبرى اژانس ته وويل، د لويې لارې د پوليسو دا ودانۍ د دوه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې د تخار-بدخشان او کندوز پر امنيت به ښه اغېز وکړي.
والي وويل: ((درې لسيزې جګړې زموږ هر څه وران کړل، نظامي تاسيسات ټول له منځه ولاړل. موږ اوس هڅه کوو چې هرڅه بېرته جوړ کړو. دغه ودانۍ زموږ د پوليسو لپاره لويه لاسته راوړنه ده، پوليس بايد د دې ودانۍ سمه ساتنه وکړي.))
د تخار امنيه قوماندان وايي، دغه ودانۍ د امريکا د دفاع وزارت په مالي لګښت او د دغه هېواد د پوځي انجنري ټولي ” US Army Corps Of Engineers ” له لوري جوړه شوې ده.
پاسوال عبدالحنان قطغني پژواک ته وويل، دغه تاسيسات په ۱۱ جريبه ځمکه کې جوړه شوي، څلور بلاکونه لري او ټول اړين ځايونه ورته په پام کې نيول شوي دي.
قطغني وويل، چې دغه ودانۍ پارکينګ، د غونډو او ډوډۍ خوړلو سالونونه، محبس، د پوليسو د روزنې ځانګړي ځايونه، ډېپوګان، پخلنځي او نورو اړين ملحقات لري.
قوماندان وايي: ((دلته به د لويو لارو پوليس ځاى پر ځاى شي. دا په تخار کې بې سارې ودانۍ ده، چې زموږ ډېرې ستونزې هوارولى شي. موږ خوښ وو چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره د تخار-بدخشان او تخار-کندوز لارې لا زياتې خوندي شي.))
د تخار د لويې لارې د پوليسو قوماندان سمونوال نجيب الله فرخار پژواک ته وويل، چې دغه ودانۍ ورته ګڼې اسانتياوې رامنځته کوي.
نوموړي په داسې حال کې چې پوليس له دې مخکې په تالقانو کې په غيرنظامي کرايي کورونو کې اوسېدل زياته کړه، دغه ودانۍ به دوى د امنيت د ساتلو په برخه کې لاهم ګړندي کړي.
د تخار امنيتي چارواکي وايي، چې دغه ولايت د نظامي تاسيساتو په برخه کې لا هم له ستونزو سره مخ دى.
د يادولو ده، چې د امريکا دفاع وزارت مخکې هم د دغه ولايت د چاه اب ولسوالۍ په “سمتي” سيمه کې د سرحدي پوليسو يو پوځي مرکز جوړ کړى و.