منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د نيمروز ٩٠ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري

· ۱۱ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

زرنج (پژواک ١٨ غبرګولى ٩٣): د نيمروز ولايت اوسېدونکي د څښاک د پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او د ناپاکو اوبو کارول د ناروغيو د خورېدو او د انسان د مرګ په ځانګړي ډول د ماشومانو د مرګ لامل کېږي.

نيمروز يو شګلن ولايت دى او د دغه ولايت د مرکز زرنج ښار د څاګانو اوبه تروې دي. د هلمند سيند اوبه هم چې له زرنج څخه تېريږي؛ د شپږو مياشتو په اوږدو کې وچې وي او له ايران څخه دغه ښار ته د اوبو را غځېدلي نلونه هم د ښاريانو لپاره بسنه نه کوي.

د زرنج د وګړو شمېر په اټکلي ډول ٣٠٠ زره کسه دى او ٩٠ سلنه اوسېدونکي يې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري او ځيني نور يې د سرخلاصو څاګانو له تروو اوبو کار اخلي.

د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت وايي، چې په ښارونو کې خلک د څښاک پاکو اوبو د کمښت تر څنګ د سطحي اوبو د چټلۍ له ستونزې سره هم مخ دي او که چېرې يې مخه ونه نيول شي، نو له يو جدي ناورين سره به مخ شي.

د وزارت د چارواکو په وينا، شوو مطالعاتو ته په پام سره، د هېواد په کچه په ٤٠ زره کليو کې له ٢٥ تر ٣٠ سلنې پورې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي لري او د هغو شمېرو له مخې چې له کليو او لرو پرتو سيمو وزارت ترلاسه کړي، هر کال سلګونه کسان د ناپاکو اوبو د څښلو له امله مري.

د هېواد لرې پرتې سيمې له شاوخوا ٤٠زره کليو څخه جوړې شوې، چې په کې د افغانستان د نفوس ٦٥-٧٠ سلنه وګړي ژوند کوي.

نيمروز له هغو ګوتو په شمېر ولايتونو څخه دى، چې د څښاک د پاکو اوبو د کمښت ستونزه په کې ده او کله کله په اوړي کې د تودوخې درجه ٥٢ ته رسېږي، چې دغه کار خپله د اوبو اړتيا زياتوي او خلک د ستونزو تر څنګ پر نورو بېلابېلو ناروغيو اخته کېږي.

روغتيايي چارواکي وايي، چې هره ورځ د ماشومانو په ګډون په لسګونو ناروغان د غير صحي اوبو د څښاک له امله د نيمروز په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې نيول کېږي او شمېر يې د هرې ورځې په تېرېدو ډېرېږي.

د نيمروز د عامې روغتيا رييس ډاکټر نوراحمد شېرزاد وايي، چې په تېره اونۍ کې ٤٦٠ تنه چې ډېرى يې ماشومان دي او د ناپاکو اوبو د څښلو له امله ولايتي روغتون او په مرکز او ولسواليو کې روغتيايي مرکزونو ته د درملنې لپاره مراجعه کړې او تر درملنې لاندې نيول شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ولايتي روغتون کې په يوه اونۍ له سلو کسانو څخه د زياتو هغو ناروغانو درملنه کېږي، چې په نس ناستې او استفراغ اخته وي.

ډاکټر شېرزاد زياته کړه، دا چې په اوړي کې هوا ګرمېږي، نو ناروغۍ هم له غويي مياشتې وروسته خورېږي او د وږې تر مياشتې دوام کوي.

د عامې روغتيا رييس وايي، چې دوى د ناروغانو د درملنې کوښښ کوي او په روغتون کې کوم ماشوم نه دى مړ شوى او يواځې درې ماشومانو په دريو وروستيو مياشتو کې په لرو پرتو سيمو کې د ناپاکو اوبو د څښلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

هغه وويل، چې د دغه رياست کارکوونکو په تېرو کلونو کې په ټانکرونو او د اوبو په څاګانو کې د کولر په نوم يو ډول پوډر اچول، څو ميکروب يې له منځه ولاړ شي.

ډاکټر شېرزاد زياتوي، چې سږ کال يې هم د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو له وجهي صندوق (يونيسف) غوښتنه کړې، څو د دې ډول پوډرو ٥٠ بېرل د عامې روغتيا وزارت ته ورکړي، چې له دې سره به د خلکو ستونزې د نارغيو د خورېدو له اړخه تر يوې کچې لرې شي.

تر کومه چې په زرنج ښار کې د څښاک د پاکو اوبو ستونزه زياته ده، نو خلک اړ دي چې خلک غير صحي اوبه وکاروي او دغه کار د نس ناستي او استفراغ ناروغيو لامل ګرځي.

د زرنج ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکى غلام سرور چې خپل څلور کلن ماشوم يې ولايتي روغتون ته د درملنې لپاره راوړى وايي، چې ماشوم يې د څښاک غير روغتيايي اوبو څښلو له امله په نس ناستي اخته شوى دى.

هغه زياته کړه، چې که څه هم کمزورى اقتصاد لري، ځيني درمل له روغتون نه وړيا اخلي او ځيني نور يې بيا له بازار څخه پېرلي دي.

يوه بله مور چې خپله اته کلنه په استفراغ اخته لور يې د زرنج ٢٠٠ بستريز خصوصي روغتون ته راوړې وه وويل: ((خاوند مې يو عادي کار ګر دى، چې هره ورځ درې سوه افغانۍ مزد اخلي او کار يې هم هره ورځ نه وي، څنګه کولى شو چې د خپل ماشوم درملنه وکړو.))

دې مېرمنې زياته کړه، چې د څاګانو اوبه تروې دي او دوى اړي دي چې همدا اوبه وڅښي او کله يې چې ماشومان ناروغان شي، نو له ګاونډيانو پور اخلي او د ماشومانو درملنه يې کوي.

د اوبو کمښت تر دې کچې دى چې يو شمېر خلک اړ کېږي، چې پاکې اوبه پر پيسو واخلي.

د زرنج ښار يو بل استوګن غلام رسول وايي، چې يوه ٢٠ لېتره بوشکه اوبه په ٢٠ افغانۍ ده، چې دوى يې د اخيستو توان نه لري او اړ دي له ټانکرونو هغه اوبه وپېري، چې ښار ته د لشکري نهر له کانال څخه رالېږدول کېږي.

د زرنج يو بل استوګن غلام رسول وايي، چې يوه ٢٠ لېتره بوشکه اوبه په ٢٠ افغانۍ ده او د پېرلو وس يې نه لري. د نل په پاسنۍ برخه کې خلک لامبي او لاندې برخې يې ټانکرونه ډکوي.

له ايران څخه زرنج ته د اوبو له را غځېدلو نلونو د اوبو ترلاسه کول څه اسانه خبره نه ده.

د زرنج د شپږمې ناحيې اوسېدونکى ګل محمد وايي، چې د ايران اوبه په ورځ کې يو نيم ساعت روانې وي او د خلکو ګڼه ګوڼه زياته ده.

هغه زياته کړه: ((موږ د يوې بوشکې د ډکولو لپاره د سهار له دريو تر اوو بجو انتظار کوو او هم زموږ کورنيو ته بسنه نه کوي.))

ګل محمد وايي، ډېرى وختونه سره له دې چې اوبو ته انتظار ولاړ وي، خو کورونو ته خالي بوشکې راځي، ځکه چې د زياتې ګڼې ګوڼې له امله نلونه وچېږي.

د زرنج يو بل استوګن محى الدين ادعا کوي او وايي: ((د ښار په دننه کې يواځې زر کسان کولى شي د ايران له دريو نلونو کار واخلي، پاتې نور يې زورواکو، شخصي موسسو او دولتي ادارو د خپلو کورونو او دفترونو داخل ته غځولي دي.))

د نيمروز د اوبو رسولو رياست وايي، که څه هم د روغتيايي اوبو د چمتو کولو لپاره له تېرو دوو کلونو راهيسې روانې دي، خو لا هم خلک د څښاک اوبو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي.

د دې ادارې مشر عبدالغفار سديد زياته کړه، چې په زرنج ښار کې لس سلنه خلک پاکو اوبو ته لاسرسى لري او د زرنج اوسېدونکي له يوه څلور انچه پايب (نل) څخه چې له ايرانه اوبه لېږدوي کار اخلي، خو هغه هم بسنه نه کوي.

هغه وويل، چې له پايب څخه د ښار په ١١ برخو کې لولې غځول شوې او د پاکو اوبو نلونه ورته لګول شوي دي.

زرنج له ايران سره پر پوله د ورېښم پله له لارې تر ټولو نږدې ښار دى او له ايران سره له يوه کيلومتر زياته پوله لري.

خو د اوبو رسونې رييس وايي، چې د څښاک پاکو اوبو د ستونزې د حل لپاره پروګرامونه پيل شوي او په دغه پلانونه به په راتلونکي کې د ترسره کېدو پړاو ته وړاندې شي.

د راتلونکي کال په پلان کې ټاکل شوې چې د کلا فتح له سيمې زرنج ته اوبه ولېږدول شي.

کلا فتح د زرنج ښار سوېل ته په ٤٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري او څېړنو ښودلې چې اوبه يې خوږې دي او د اوږدې مودې لپاره د زرنج د اوسېدونکو د اوبو اړتيا پوره کولى شي.

د فتح کلا د اوبو د لېږد پروژه له تېرو دوو کلونو راهيسې پيل شوې خو تر اوسه نه دي توانېدلي چې د قرارداد مطابق کار بشپړ کړي.

د زرنج ښار يو اوسېدونکى حاجي مسعود دا پروژه ناکامه بولي او وايي، چې د دې پروژې قرارداد بايد په يوه نيم کال کې بشپړ شوى واى، خو خلک د پخواني والي د غفلت او او کيندنو له امله هيله نه لري، چې دا پروژه دې ډېره ژر ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

هغه وويل، چې په پيل کې دا پروژه د يو نيم کال لپاره وه، خو د دې مودې په اوږدو کې قراردادي شرکت ونه توانېد، چې پروژه بشپړه او تسليم کړي، نو ځکه د دويم لپاره شپږ مياشتې وغځېده، خو اوس د شپږو مياشتو په تېرېدو يې هم نيمايي کار پاتې دى.

د نميروز د کليو بيارغونې او پراختيا رييس خليل الرحمان اسد وايي، چې تېره ورځ د نيمروز والي امير اخندزاده د راسخ شرکت (د اوبو د لېږد د پروژې قراردادي) چارواکي هم حاضر وو، د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت له مرستيال سره خبرې وکړې او د دې پروژې پر کار يې ټينګار وکړ.

هغه وويل، د پروژې چارواکو ټينګار وکړ، چې کار به يې تر راتلونکو دوو مياشتو پورې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د کلو پراختيا رييس زياتوي، چې د دې پروژې د اتو څاګانو له ډلې يې شپږ څاګانې کيندل شوې او د زېرمې ٩٢ سلنه کار يې هم بشپړ شوى دى او له ٤٥ کيلومتره واټن څخه يې ٣١ کيلومتره نل غځول شوى دى.

سرچينې وايي، چې د نلونو د لېږد وړتيا په په ثانيه کې ٢٢ انچه دى او د زرنج ټولو ښاريانو ته د څښاک روغتيايي اوبه برابرولى شي.

هغه وويل، چې دا پروژه د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت په څه باندې ١٢ ميليونه ډالره بوديجې سره تمويلېږي.

د زرنج ښاريان د اوبو له کمښت نه داسې مهال ځورېږي، چې د هلمند څپانده سيند يې په ٦ کيلومترۍ کې تېرېږي، په داسې حال کې چې ايران توانېدلى د هلمند سيند له اوبو څخه زاهدان ښار ته چې ورڅخه ٢٢٥ کيلومتره واټن لري اوبه ورسوي.

دغه سيند د کال په شپږو مياشتو کې روانې اوبه لري.

کمال خان بند د نميروز په چهار برجک ولسوالۍ کې موقعيت لري، چې په دغه ولايت کې د اوبو د تامين له مهمو سرچينو دى او په جوړولو سره به يې نه يواځې چې شاړې ځمکې پر کرنيزو بدلې شي، بلکې د دغه ولايت د اوسېدونکو د روغتيايي اوبو ستونزه به هم ورسره حل شي.

حکومت د کمال خان بند د برېښنا او کرنيزو اوبو د تامين له اړخه د خورا زيات اهميت وړ ګڼي. درې کاله وړاندې د ماليې وزارت د دغه بند د جوړولو لګښت د اوبو او برېښنا وزارت ته ورکوي، څو دا پروژه په چټکۍ سره بشپړه شي.

د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال زرنج ته د خپل سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د اړين لګښت په ورکولو سره به د نيمروز د پاکو اوبو ستونزه د هماغه کال تر پايه حل شي، خو تر اوسه کوم عملي ګام نه دى پورته شوى.

د اوبو او برېښنا وزارت وايي، چې د دغه بند د جوړولو لپاره ٤٠٠ ميليون ډالرو ته اړتيا ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د کليو پراختيا وزارت د افغانستان د اوبو مهارولو او د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي لس کلن پلان پيل کړى او وايي، چې په جوزجان، فارياب، بادغيس، غور، نيمروز او د سوېلي ولايتونو په يو شمېر برخو کې د څښاک اوبو د کمښت ستونزه جدي ده او حتى په دغو ولايتونو کې د اوبو کچه ٢٥٠ متره ښکته تللې ده.

د ياد وزارت د پروګرامونو مرستيال محمدطارق عصمتي د دې يادونې ترڅنګ، چې په ښارونو کې د څښاک اوبو ته د خلکو د لاسرسي سلنه نشته، په ډاګه کړه: ((موږ په ښارونو کې د څښاک اوبو د کمښت تر څنګ د سطحي اوبو د چټلۍ له ستونزې سره مخ يو، که چېرې يې مخه ونه نيول شي، نو له يوه جدي ناورين سره به مخ شو.))

د کليو پراختيا وزارت دغه چارواکى وايي، چې له لرو پرتو سيمو او کليو څخه دغه وزارت ته را رسېدلې شمېرې څرګندوي، چې هر کال په سلګونو کسان د څښاک د ککړو اوبو له امله مري.

د هغه په خبره، په تېرو ١١ کلونو کې حکومت په هغو کليو کې چې ٣٠ کاله وړاندې د اوبو له ستونزې سره مخ و، د کليو پراختيا پروګرام له لارې ژورې څاګانې کيندلې او پاکې اوبه يې چمتو کړې دي.

د کليو پراختيا وزارت وايي، چې د اوبو ملي پروګرام د دغه وزارت ترڅنګ د اوبو او برېښنا، کرنې او مالدارۍ او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د نړيوال وجهي صندوق (UNECEF) له لوري مخته وړل کېږي او پر بنسټ يې په راتلونکو لسو کلونو کې د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو په ډېر لاسرسي، د زېربناوو جوړول، له اوبو څخه د ګټې اخيستو په برخه کې د خلکو د عامه پوهاوي د کچې لوړول او د افغانستان د اوبو د مهارولو په برخه کې کار کوي.

په ورته وخت کې د عامې روغتيا وزارت د وقايوي طب رييس ډاکټر توفيق مشال وايي، چې په کلني ډول زرګونه کسان په ځانګړي ډول ماشومان د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله په بېلابېلو انتاني ناروغيو لکه نس ناستې اخته کېږي او ګڼ شمېر نور چې زياته برخه يې ماشومان دي، خپل ژوند له لاسه ورکوي.

مشال زياته کړه، چې د غير صحي روغتيايي اوبو کارول د محرقې، زېړي، د ځيګر او پوستکي د التهاب سبب هم کېدلى شي.

خو هغه زياته کړه، چې د لس کلن پلان په پلي کولو او د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاس رسى له دې اړه د رامنځته کېدونکې مرګ ژوبلې شمېره را کمولى شي.