منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۷ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د بادغيس خلکو ته مناسب روغتيايي خدمتونه نه رسېږي

· ۹ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

قلعه نو (پژواک ٢٠ غبرګولى ٩٣): د بادغيس يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د روغتيايي خدمتونو د کيفيت، د درملو له کموالي او روغتيايي مرکزونو ترمنځ د واټن زياتوالي له امله شکايت کوي او له حکومته غواړي چې د دغو ستونزو حل ته پام وکړي.

بادغيس د هېواد په شمال لوېديځ کې دريمه درجه ولايت دى، چې سختې لارې او ٢٣٠٠ کيلومتره مربع پراخوالى لري او نفوس يې نږدې ٧٥٠ زره اټکل شوى دى.

د بادغيس د عامې روغتيا رييس د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ٣٨ روغتيايي مرکزونه، په مرکز کې يو ٨٠ بستريز روغتون، ٣٧ روغتيايي کلينيکونه فعاليت لري.

خو د دغه ولايت ځيني اوسېدونکي وايي، چې دغه مرکز اړتياوې نه شي پوره کولى او په ځينو مواردو کې اړ کېږي، چې خپل ناروغان د درملنې لپاره هرات ته ولېږدوي.

د دغه ولايت د مقر ولسوالۍ د محمدزي کلي اوسېدونکي زمري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې څلور روغتيايي مرکزونه فعاليت لري، خو د ناروغانو د درملنې لپاره اړين امکانات لري.

هغه وړاندې وويل: ((په دغه مرکز کې نه مسلکي ډاکټر شته او نه هم د خلکو د اړتيا وړ درمل، که چېرې درمل وي هم نو خلکو ته نه رسېږي او که چېرې خلکو ته بېړنۍ ناروغ پيدا شي، بيا هم په دغه ولايت کې د کار پوه ډاکټرانو د نشتوالي له امله اړ دي چې هرات ته ولاړ شي.))

هغه زياته کړه، چې د دغه ولايت مرکزي روغتون هم پوره امکانات نه لري.

د هغه په خبره، دا په داسې حال کې ده چې ځيني ناروغان هرات ته د خپل ناروغ د لېږد وس نه لري، ځکه چې د ناروغ د لېږد لپاره بايد موټر دربست شي او له دې ولسوالۍ تر هرات پورې د کرولا موټر د تګ راتګ کرايه نږدې ٢٠زره افغانۍ کېږي.

هغه همدارنګه وويل، چې د دې ولسوالۍ د ځينو سيمو خلک د روغتيايي مرکزونو تر منځ د ډېر واټن او د سړک د نشتوالي له امله نه شي کولى چې خپل بېړني ناروغان پر وخت روغتيايي مرکزونو ته ورسوي.

نوموړي وويل، چې د دې ولسوالۍ په ځينو لرو پرتو سيمو کې کوچيان ژوند کوي او د ناچارۍ له مخې سړک ته د رسېدو لپاره نږدې يو ساعت پلې لار وهي.

د هغه په خبره، له محمدزي کلي څخه تر ټولو نږدې روغتيايي مرکز پورې ١٢ کيلومتره لاره ده، خو د دغه کلي او روغتيايي مرکز ترمنځ سړک شته دى.

د مرغاب ولسوالۍ د جوى جنګ ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالمجيد هم د درملو او روغتيايي متخصصينو له کمښت څخه شکايت کوي.

د هغه په خبره، په دې ولسوالۍ کې شپږ روغتيايي کلينيکونه په نږدې لس کيلومتري واټن کې فعاليت لري، خو پوره اندازه درمل نه لري او نسايي ولادي ډاکټران او قابلې د امنيتي ستونزو له امله په دې ولسوالۍ کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

نوموړي زياته کړه، چې يواځې د ولسوالۍ په مرکز کې يوه قابله کار کوي.

عبدالمجيد وويل: ((څو مياشتې وړاندې چې بهرنيو ځواکونو له مرغاب ولسوالۍ سره همکاري کوله، په کلينيکونو کې په کافي اندازه درمل وو او خلکو په دې برخه کې کوم شکايت نه درلود، خو اوس نه پوهېږو، چې د خلکو د اړتيا وړ درمل له کوم ځايه او چا ته وېشل کېږي، اکثريت خلک ورڅخه بې برخې پاتې کېږي.))

د جوند ولسوالۍ د خواجه سرخيان سيمې اوسېدونکى ملا محمد کبير په دې لرې ولسوالۍ کې چې سختې لارې لري او لرې پرته ولسوالۍ ده د روغتيايي مرکزونو او د ناروغانو لپاره د درمنلې د اړينو امکاناتو له کموالي شکايت کوي.

هغه وويل، چې تېره اونۍ يوه اميندواره ښځه د دې ولسوالۍ په روغتيايي مرکز کې د درملنې د اړينو امکاناتو د نشتوالي له امله ولايتي روغتون ته د لېږد پر مهال د لارې په اوږدو کې مړه شوه.

د هغه په خبره، دغه ولسوالي له مرکز سره نږدې ٢٠٠ کيلومتره واټن لري.

نوموړي څرګنده کړه، چې د يادې ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي بايد سړک ته تر راتلو پورې څلور ساعته پلى مزل وکړي او وروسته ځان روغتيايي مرکز ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولايت د مرکز قلعه نو اوسېدونکى فخرالدين په ولايتي روغتون کې د امکاناتو له کموالي شکايت کوي.

هغه ادعا کوي، چې په ولايتي روغتون کې هم د درملو کمښت شته او د ماشومانواو ښځو د برخې ځيني ډاکټران د ناروغانو ستونزې نه شي حل کولى.

هغه زياته کړه: ((د قلعه نو په روغتون کې بنسټيزه ستونزه دا ده، چې د وينې بانک لري، خو وينه په کې نشته، اکثره وختونه، چې ناروغان د وينې له کمښت سره مخ کېږي، نو د ښار د جامع جومات له خوا د وينې غوښتنه کېږي، چې په دې صورت کې د وينې ورکړې ته کله خلک حاضرېږي او کله مو هم نهيلي پرېږدي، تر اوسه هم چا دې سترې ستونزې ته پاملرنه نه ده کړې.))

ټولې يادې سرچينې له اړوند ارګانونو غواړي، چې د يادو ستونزو په حل کې اقدام وکړي.

د بادغيس د ولايتي روغتون رييس ډاکټر عبدالطيف روستايي د ولسواليو د ځينو روغتيايي مرکزونو تر منځ د ډېر واټن د شتون پخلى کوي او وايي چې اوسمهال په دغه روغتون او د ولايت په نورو روغتيايي مرکزونو کې د درملو او روغتيايي متخصصينو د کموالي ستونزه شته ده.

نوموړي وويل، چې د دغو ستونزو عمده عامل د بوديجې کموالى دى.

د روستايي په خبره، نږدې پنځه مياشتې وړاندې د اسپانيا ولايتي بيارغونې ټيم د دغه ولايت روغتيايي مرکزونه تامينول او د درملو د کمښت ستونزه نه وه.

نوموړى وايي، چې له دغه ولايت څخه د بيارغونې ياد ټيم په وتلو سره دغه مرستې درېدلې او هغه درمل چې د (Move Welfare Organization ) موسسې له خوا روغتيايي مرکزونو ته ورکړل شوي، بسنه نه کوي.

دا موسسه د عامې روغتيا له وزارت سره د درملو د اکمال په برخه کې قرارداد لري.

پژواک د يادې موسسې له يوه چارواکي سره اړيکه ونيوه، څو په خپل راپور کې په دې اړه د يادې موسسې نظر هم ولري، خو دغه چارواکي وويل، چې د موسسې رييس بهر ته سفر کړى او بل څوک په دې اړه نظر نه شي ورکولى.

د هغه په خبره، د دې ترڅنګ يې بيا هم په بيا بيا له خلکو غوښتنه کړې، چې د اړو کسانو د مرستې لپاره وينه ورکړي، خو دا چې ډېر کم خلک د وينې ورکړې ته حاضرېږي، نو په دغه روغتون کې د وينې د کمښت ستونزه پر ځاى پاتې ده.

هغه همدارنګه وويل، چې پخوا د بادغيس ولايتي روغتون ٢٤ ساعته برېښنا درلوده، خو اوسمهال يواځې د سهار له اتو د غرمې تر ١٢ بجو برېښنا لري.

هغه وويل، چې د دغه روغتون د اکسريز برخه هم مسلکي کسان نه لري او د جنراتورونو د کموالي له امله برېښنا هم نه ورسېږي.

هغه همدارنګه زياته کړه، چې له تشکيل سره سم بايد دغه روغتون ٢٣ ډاکټران درلوداى، خو اوسمهال ٩ ډاکټران لري.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس عبدالعزيز طارق د ځينو شته ستونزو پخلى وکړ، خو ويې ويل چې د درمل د کموالي جدي ستونزه نه لري.

د هغه په خبره، په لرو سيمو کې پراته روغتيايي مرکزونه، په هرو درېيو مياشتو کې يو ځل او نورو روغتيايي مرکزونه په هره يوه مياشت کې يو ځل د درملو له اړخه اکمالېږي.

طارق وويل، ممکن ځيني ناروغان د مياشتې په وروستيو ورځو او يا هم لرې پرتو سيمو کې د درېيو مياشتو په وروستيو اونيو کې د درملو له کمښت سره مخ شوي وي، خو په ټوله کې د درملو د کمښت ستونزه نه شته.

نوموړي د دغه ولايت په روغتيايي مرکزونو کې د ډاکټرانو او روغتيايي متخصصينو د کمښت پخلى وکړ او ويې ويل، چې په دې برخه کې يې عامې روغتيا وزارت ته وړانديزونه کړي، خو دا چې ډاکټر د امنيتي لاملونو او د لارې د لرې والي له امله په دغه ولايت کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي، نو دا د يوې نا حل شوې ستونزې په توګه پاتې ده.

د بادغيس د عامې روغتيا رييس هم د دې پخلى وکړ، چې په دغه ولايت کې د روغتيايي مرکزونو رامنځته کېدو ته اړتيا لري؛ ځکه چې د ځينو سيمو او روغتيايي مرکزونو تر منځ واټن ډېر دى.

خو هغه وويل، چې د روغتيايي مرکزونو د رامنځته کېدو موضوع او دولايتي روغتون د وينې بانک اکمال په اړه يې هم وزارت ته وړانديز کړى، خو د بوديجې د کموالي له امله دغه ستونزه تر اوسه پر ځاى پاتې ده.

د يادونې وړ ده، چې په د هېواد په نورو ولايتونو کې هم روغتيايي ستونزې شته دي.

د نږدې يوې لسيزې په اوږدو کې د روغتيا په برخه کې په ميليونونو ډالر لګېدلي، خو د پژواک خبري اژانس يو څيړنيز راپور، چې د تېر کال په کب مياشت کې خپور شو، څرګندوي، چې لا هم ځينې خلک د روغتيايي خدمتونو نا معياري والي، غير معياري او تاريخ تېرو درملو، درملتونونو او روغتيايي متخصصينو په ځانګړي ډول په روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه ډاکټرانو له کمښت شکايت کوي.

د دغو موندنو له مخې، لا هم د هېواد په ځينو سيمو کې خلک روغتيايي مرکزونو ته درې شپې ورځې پلى مزل کوي او هر کال په زرګونو کسان په هېواد کې د روغتيايي خدماتو د کيفيت د ټيټ والي له امله د بېلابېلو ستونزو په زغملو د درملنې لپاره له هېواده بهر سفر کوي.

د عامې روغتيا وزارت مسلکي مرستيال ډاکټر احمدجان نعيم له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ومنله، چې په ځينو سيمو کې د کلو او روغتيايي مرکزونو ترمنځ واټن زيات دى، خو وايي چې په دې ډول سيمو کې ګرځنده روغتيايي ټيمونه ګومارل شوي دي.

د ده په خبره، د ښځينه ډاکټرانو او قابلو د کموالي ستونزه شته، خو دغه ستونزه د ١٣٨١ کال په پرتله کمه شوې، ځکه چې په ١٣٨١ لمريز کال کې د هېواد په ٢٤ سلنه روغتيايي مرکزونو کې ډاکټرانو او قابلو کار کاوه، خو اوسمهال دا شمېره ٨٠ سلنې ته رسېدلې ده.

د عامې روغتيا وزارت مسلکي مرستيال وايي، چې د روغتيايي خدمتونو د کيفيت په برخه کې ستونزې تر يوې کچې شته، خو د نږدې يوې لسيزې په پرتله دغه خدمتونه څو چنده غوره شوي او په دې برخه کې پرمختګونه رامنځته شوي دي.

د هغه په خبره، اوسمهال د افغانستان په ځينو سيمو کې پېچلي جراحي عمليات ترسره کېږي، چې ښې پايلې هم لري.

د عامې روغتيا وزارت مسلکي مرستيال وايي، چې د کافي بوديجې نشتوالى هم په هېواد کې د روغتيايي پراختيا په برخه کې يوه ننګونه ده.

د عامې روغتيا وزارت د دغه چارواکي په خبره، په تېرو ١٢ کلونو کې شاوخوا ١،٥ ميليارده امريکايي ډالر په افغانستان کې د روغتيا (درمنلې او نورو) په برخه کې لګول شوي، چې ٧٣ سلنه يې خلکو، ٤ سلنه يې افغان دولت او ٢٣ سلنه يې نړيوالې ټولنې ورکړي دي.

نوموړي د نړيوالې ټولنې دغه شوې مرستې او د دولت له خوا دشته ستونزو دحل او په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د دولت ځانګړې کړې بوديجه نا څېره وبلله او په همدې سبب په ياده برخه کې زيات پرمختګونه نه دي شوي.

د ماليې وزارت وياند عبدالقادر جيلاني وايي، چې په تېرو ١٢ کلونو کې د هر وزارت لپاره امکاناتو، لومړيتوبونو او وړانديز شوو پروژو ته په پام سره تخصيص شوې ده.

 د هغه په خبره، د ماليې وزارت به هڅه وکړي، چې په راتلونکو کلونو کې د عوايدو په لوړېدو او د مالي امکاناتو د وضعيت په ښه کېدو سره د روغتيا وزارت ته زياته بوديجه ځانګړې کړي.