منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۰ غ.م
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

شينډنډ کې د نجونو پر يوه ښوونځي وسله وال بريد شوى

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۸ کتنې

هرات (پژواک ١٦ چنګاښ ٩٣): وسله والو د هرات په شينډنډ ولسوالـۍ کې د نجونو ښوونځيو د تړلو له ګواښ سره هم مهاله نن سهار د نجونو پر يوې  لېسې وسله والو بريد وکړ.

چارواکو په دغه بريد کې د درېيو تنو د مرګ ژوبلې راپور ورکړى دى.

د شينډنډ ولسوالۍ د نجونو د مرکزي لېسې مديره زهرا اجباري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ١٠ بجې څلور وسله وال دې  لېسې ته راننوتل او ډزې يې وکړې.

اجباري وويل، چې د بريد موخه  دا وه خو يواځې يوه ملازمه  په کې ووژل شوه او وسله وال په تېښته بريالي شول.

هغه وايي: ((وسله والو په دې ولسوالۍ کې شپې پاڼې خپرې کړې چې بايد د نجونو ښوونځي وتړل شي که نه نو دوى به يې تر بريدونو لاندې راولي.))

د شينډنډ ولسوال عبدالحميد نور پژواک ته تاييده کړه، چې څلورو وسله والو پر يادې لېسې بريد کړى او يوه ملازمه يې پر ډزو ټپي کړې ده.

ولسوال مني، چې د شينډنډ په ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځيو د تړلو په موخه شپې پاڼې خپرې شوې دي.

بلخوا د پوهنې وزارت د نشراتو رييس او وياند کبير حقمل پژواک ته وويل، چې نن سهار د شينډنډ په ولسوالۍ کې د نجونو مرکزي لېسې ته وسله وال ننوتي او ډزې يې کړې دي.

د حقمل په وينا، په دغه بريد کې چې موخه يې د لېسې مديره وه، دوه زده کوونکې او يوه ملازمه ټپيانې شوې دي.

دى دا پېښه غندي او له امنيتي ادارو غوښتنه کوي چې د ښوونيزو ادارو په سمه توګه ساتنه وکړي.

ولايتي امنيتي ادارو او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.