قلعه نو (پژواک ١٩ چنګاښ ٩٣): تېره شپه د باغيس په مقر ولسوالۍ کې د پستې د ځنګله پر سر د دوو قومونو تر منځ په وسله واله نښته کې درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د بادغيس د کرنې رييس حفيظ الله بينش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه نښته د مقر ولسوالۍ د چهل ګزي په سيمه کې د پستې د ځنګله د وېش پر سر رامنځته شوې ده.
دى وايي، چې نښته د ابکمري ولسوالۍ د “لاغري” قوم اړوند اوسېدونکو او د مقر ولسوالۍ د “محمکه” قوم د کسانو ترمنځ شوې ده.
سرچينه زياتوي، چې په نښته کې د لاغري قوم درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او دغه راز د مقابل لوري درې تنه ټپيان شوي دي.
د بادغيس د ولايتي روغتون مشر ډاکتر محمدابراهيم محمدي وايي چې دغه ټپيان ياد روغتون ته ور وړل شوي او د دوو تنو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
د چهل ګزي سيمې اوسېدونکى ملا بسم الله وايي چې په نښته کې د ښکېلو قومونو کلي سره نږدې دي او دواړه د ياد ځنګله د ملکيت دعوه کوي.
خو بسم الله او د بادغيس د کرنې رييس دواړه وايي، چې د پستې ځنګل عام ملکيت دى او هر څوک ترې ګټه پورته کولاى شي.










