منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۲ غ.و
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

سبا ته د ښوونځيو د اوړي رخصتي پيلېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۱ کتنې

کابل (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٣): د هېواد د سړو سميو د دولتي او غير دولتي ښوونځيو د اوړي رخصتي سر له سبا پيلېږي او د زمري مياشتې تر ١٠ مې نېټې به دوام وکړي.

دغه ټکى د پوهنې وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګند شوى دى.

سرچينې ليکلي: ((ګرانو مسوولينو، ښوونکو او زده کوونکو! د ١٣٩٣ کال د زمري مياشتې له ١١مې نېټې وروسته به بېرته خپلو درسونو ته حاضر وي او د تدريس چارې به له طرحه شوي مهال سره سمې بېرته ترسره کوي.((

د هېواد د سړو سيمو ښوونځي  هر کال د ګرمۍ د زياتوالي له امله د اوړي رخصتي لري.