کابل (پژواک ١٧ زمرى ٩٣): قاري سيدعمر په کندوز کې پر افغان دولتي او نړيوالو ځواکونو بريدونه کول، خو اوس يې د ټوپک پر ځاى د غالۍ اوبدلو ږمنځ په لاس کې وي او له دې لارې د حلال رزق د ګټلو هڅې کوي.
“افغانستان توډې” د هغه او ځينو نورو طالب بنديانو په اړه راپور برابر کړى او ليکي چې د طالبانو دغه ۳۳ کلن پخواني غړي قاري سيد عمر، د طالبانو لخوا دغه ولايت ته نومول شوي والي او مشر سیمه ییز قوماندان ملا عبدالرحمن تر مشرۍ لاندې، د علي آباد ولسوالۍ د “لالا میدان” په کلي کې پر افغان دولتي او نړیوالو ځواکونو بریدونه کول.
اوس عمر د کندوز په زندان کې تر یو نیم کال بند وروسته د وسلې پر ځاى له تار او د اوبدلو له کارګاه کار اخلي او په سمه او غرونو کې له وسله والو دښمنانو سره د جګړې او د نیول کېدو له وېرې د تېښتې پر ځاى اوس غالۍ اوبي او پر خپل لاس له اوبدل شوو نقشونو یې خوند اخلي، ځکه چې له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کوي.
د کندوز زندان د هسکو دېوالونو دننه، شاوخوا ۲۸۰ بندیان په یوه روزنیز پروګرام کې برخه اخلي.
د دغه پروګرام موخه دا ده چې بندیان له بنده تر خوشي کېدو وروسته بیا ناقانونه کړنو ته مخه نه کړي.
له اوو میاشتو راهیسې، چې دغه پروګرام پیل شوی، د عمر په ګډون ۲۵ پخوانیو طالب جنګیالیو په کې برخه اخیستې. له دغه پروګرام نه برخمن شوي اته بندیان چې څلور یې پخواني طالبان وو، تر اوسه له بنده خوشې شوي دي.
د افغانستان توډې موندنې ښيي، چې د دغه پروګرام له لارې بندیانو ته د غالۍ اوبدلو، خیاطۍ او ترکاڼۍ زده کړې ورکول کېږي او ګڼ بندیان د خپلو محصولاتو لپاره په زندان کې دننه او بهر، ښه بازار لري.
د کندوز زندان په شپږ جریبه ځمکه کې اویا کاله وړاندې جوړ شوى او په دې وروستیو کې د جرمني دولت په مرسته بیارغول شوى دى.
دا مهال دغه زندان ٧٢٣ زندانيان لري، چې د هرو ١٥ تنو لپاره يې يوه خونه ځانګړې شوې، خو بنديان د ګڼې ګوڼې له اړخه ډېر شکایت نه کوي.
دغه زندان کتابتون، د والیبال میدان، روغتیایي کلینیک، قصابي، د بوټونو جوړولو دوکان او کبابي هم لري او د اصلاحي ارګانونو د پرمختګ ښه بېلګه ده.
که څه هم بهرنیو مرسته کوونکو په لومړیو کې د دغه زندان له روزنيز پروګرام سره مالي مرستې وکړي، خو اوس دغه پروګرام د افغانستان د حکومت له خوا پر مخ بیول کېږي.
د دغه زندان د یوې برخې مشر، شاه میر امیرپور وایي چې د نورو زندانونو پر خلاف، دلته جرمي پېښې نشته.
هغه وایي: “بندیان خوښ دي چې دلته کار کوي او په دې توګه د بند موده ورباندې يو څه سپکه کېږي. دوى له دې کبله هم خوښ دي چې د کار له لارې یو څه پیسې ګټي.”
د افغانستان توډې موندنې ښيي، په اوسط ډول هغه بندیان چې دلته کار کوي، د میاشتې شاوخوا درې زره افغانۍ ګټي، خو داسې بندیان هم شته چې په وړیا توګه کار کوي، تر څو د بند موده پر ځان اسانه کړي.
دغه راز ښځینه بندیانې، د دغه ولايت د زندانونو د بندیانو او نورو خلکو لپاره جامې ګنډي.
په ځانګړې توګه ترکاڼي د بندیانو ترمنځ ډېرغوره کسب ګڼل کېږي. د امیرپور په وینا، بندیان اکثراٌ د ازادو نجارانو په پرتله د ښه کیفیت لرونکي توکي جوړوي.
غلام حضرت، د ننګرهار ولایت اصلي اوسېدونکی دی او د یوه افغان پولیس د وژلو او د حکومت په ضد د بغاوت د جرم له امله پر لس کاله بند محکوم شوی دی.
ده تر یوه نیم کال بند وروسته له ترکاڼۍ سره مینه موندلې او وایي خوښ دی چې یو کسب یې زده کړى دى.
حضرت نور، د دغه ولايت د چاردرې ولسوالۍ اوسېدونکی، یو بل پخوانی طالب دی چې له دوو نیمو کلونو راپه دېخوا بندي دی او په دې موده کې یې د غالیو اوبدل زده کړي دي.
حضرت نور له طالبانو سره تر يو ځاى کېدو وړاندې د اوو کلونو لپاره په پاکستان کې د مدرسې زده کوونکی و.
هغه وایې: “کله چې زه له مدرسې فارغ شوم، د ښه ژوند جوړول راته یو ډول احمقانه ښکارېدل. خو اوس پر دې پوه شوم چې تر بل هر څه یو انسان د خپل ځان او کورنۍ پر وړاندې مسوول دی. د خپلې کورنۍ لپاره روزي ګټل، د خداې (ج) د عبادت په څېر وي.”
د ياد زندان یو بل بندي چې د طالبانو له وېرې یې خپل اصلي نوم وانه خیست او ځان یې «قاري نسیم» معرفي کړ، له افغان او نړیوالو ځواکونو سره د جګړې په ډګر کې نيول شوى دى.
محکمې هغه د دولت پر ضد د جګړې او د یوه پولیس د ټپي کولو پر جرم، پر څلور کاله بند محکوم کړ.
هغه په داسې حال کې چې د بند موده يې مخ پر خلاصېدو ده وایي، له خپلو پخوانیو کړنو سخت پښېمانه دی او د ټپي شوي پولیس له کورنۍ یې بښنه غوښتې ده.
دى وايي چې له طالبانو سره تر یو ځاې کېدو وړاندې يې خپله یوه ټوټه ځمکه له لاسه ورکړې وه، بې روزګاره او پوروړى و او د خپلو ماشومانو د مړولو وس یې نه درلود.
امیرپور، د کندوز د محبس د یوې برخې مشر وایې چې په تېرو څلورو کلونو کې قاري نسیم ډېر بدلون کړی دى.
د اميرپور په وينا، قاري نسيم د ترکاڼۍ د زده کړې تر څنګ شپږو نالوستو بندیانو ته لیک او لوست هم ورزده کړي دي.
قاري نسیم وويل، چې نور د بې روزګارۍ له اړخه اندېښنه نه لري، خو یوه اندېښنه لري او هغه دا چې که له طالبانو سره يو ځاى نه شي، هغوى به يې وځوروي.
طالب، بیا طالب کېږي
ځينې هغې کورنۍ چې نارینه یې له طالبانو سره د تړاو په جرم بندي دي، اندیښنه لري چې له بنده تر خوشي کېدو وروسته به له هغوى سره څه وشي.
د قاري عمر پلار نظام الدین وایې، هغه وخت ور په یاد دی، چې زوى یې د پاکستان له مدرسې کور ته ورغى، د پلار خبرې یې نه منلې او ډېر ژر د لالا میدان غرونو ته وخوت.
د عمر له ژمنو سره سره نظام الدین بیا هم ډاډه نه دی چې له بنده تر خوشي کېدو وروسته به یې زوى د هغه خبرې ومني او وېره لري چې عمر به بیا له طالبانو سره یوځاى شي.
د نظام الدين په وينا، ځيني کسان ځکه له طالبانو سره درېږي؛ چې د خپلو چرسو پيسې نه لري، خو کله يې چې پيسې پيدا کړې له طالبانو لاس اخلي، خو ځينو نورو ته بيا د پاکستان په مدرسو کې داسې زده کړې ورکړل شوې، چې کله به هم له طالبانو لاس وانه خلي.
په کندوز کې یو دیني عالم مولوي نورالهدا مولوي زاده کریمي وایي، کوم طالبان چې “ماغزه يې مینځل کېږي” او خلک وژني، هغوى د ښو او بدو توپیر نه شي کولاې.
دی هم وایي: “هغه کسان چې له پاکستانه راغلي، اوس طالبان دي، که هر څومره یې په زندان کې بندیان کړې، هغوى بیا هم طالبان دي.”
دغه راپور د افغانستان ټودې له خوا چمتو شوی دى.










