ښرنه (پژواک ٢٥ زمرى ٩٣): د پکتیکا ولایت د پوهنې رییس وایي چې په روان ښوونیز کال کې به د شپاړسو ښوونځيو لپاره د لوبو میدانونه او شنې ساحې جوړې کړي.
کوچي ځاځي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، چې د ٣٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت دغه پروژې په مرکز ښرنه او د یوسف خېلو په ولسوالۍ کې پلې کېږي.
د پوهنې رییس وایي چې د یادو پروژو مالي لګښت په پکتیکا کې د ″سیکا″ موسسه ورکوي او چارې به يې په نږدې ورځو کې پيل شي او د راتلونکي ښوونیز کال تر پایه به پاى ته ورسېږي.
هغه د پروژو د کيفيت په تړاو وویل: ((د پوهنې ریاست د انجنیرانو تخنیکي ټیم لري، هغوى د ټولو پروژو له کیفیت څخه څارنه کوي. دا پروژې به هم وڅاري.))
د پکتیکا د مرکز د خلیفه بابا ښوونځي د درېیم ټولګي زده کوونکي نقیب الله په خپل ښوونځي کې د لوبو میدان جوړېدو ته خوښ او په تمه دی.
نوموړي پژواک ته وویل چې د ښوونځي زده کوونکي د تفریح او د ورزش مضمون په وخت کې په خاورو کې لوبې کوي.
هغه غوښتنه وکړه چې د پوهنې ریاست دغه ژمنه تش په نوم پاتې نه شي، بلکې عملي کار ترسره شي.
د ښرنې يوه قومي مشر ګلاب خان حیران د دغو پروژو د پلي کېدو هرکلى وکړ خو هيله يې څرګنده کړه چې د کار کيفيت يې ښه وي.
ده وويل: ((د پوهنې ریاست په مرکز ښرنه او یو شمېر ولسوالیو کې لسګونو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړې خو د ځينو ودانيو کيفيت خراب دى. هيله ده چې دا پروژې هغسې نه وي.))
په پکتيکا ولايت کې ټول ۶۹۸ ښوونځي شته، چې د ۳۶۳۲ ښوونکي په کې په تدريس بوخت دي.










