کابل (پژواک ١٩وږى ٩٣): ځينې کابل ښاريان او د ولسي جرګې غړي، د شهيد اونۍ د مراسمو پر مهال د ځينو کسانو له خوا په کابل ښار کې هوايي ډزې غندي او دا کار د شهيد مقام ته بې احترامي بولي.
تېره ورځ په کابل ښار کې د شهيد اونۍ او د احمدشاه مسعود د ترور د ١٣مې کاليزې د ياد پرمهال يو شمېر کسان ، چې ځانونه يې د احمدشاه مسعود پلويان بلل، په موټرو کې په ډله ييز ډول ګرځېدل او ډزې يې کولې.
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ډزو کې يو تن وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.
د ولسي جرګې يو شمېر غړيو نن په دې اړه سخت غبرګون وښود.
په ياده جرګه کې د بلخ استازي عباس ابراهيم زاده وويل،چې يو شمېر کسانو تېره په ورځ په کابل کې د شهيد اونۍ د لمانځنې په پلمه وحشت جوړ کړى و .
هغه زياته کړه : (( موږ هېڅ نه پوهېدو ،چې دا کودتا ده، دوى خلک ډاروي او که د شهيد ورځ نمانځي، د شهيد د ورځې نمانځل خو داسې نه وي .))
هغه له حکومت نه غوښتنه وکړه،چې په راتلونکې کې د دغه شان کړنو مخه ونيسي او چاته اجازه ورنه کړي،چې په لارو کې او کوڅو کې ډزې وکړي .
په ياده جرګه کې د دايکنډي استازي اسدالله سعادتي وويل،چې پرون په کابل ښار کې يو شمير کسانو “ډيره بده ورځ جوړه کړې وه ، ډزې يې کولې او خلک يې وېرول.”
ده زياته کړه : ((که چېرې د شهيدانو ورځ په دغه شان مراسمو نمانځل کيږي،نو د شهيدانو له اونۍ څخه دې د نورو شهيدانو نومونه لرې شي او يواځې دې د احمدشاه مسعود نوم پرې کېښودل شي .))
په دغه جرګه کې د کابل استازي قدرت الله سهاک هم وويل ،چې تېره ورځ يو شمېر “کوڅه ډبو” کسانو په کابل ښار کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو .
د هغه په وينا، که دغه شان حرکتونه دوم پيدا کړي، نو امکان لري،چې ډېر سخت غبرګونونه ولري، چې بيا به يې څوک مخه هم نشي نيولى .
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي هم وويل:” يو شمېر کسانو ،چې په کوم ډول د شهيد ورځ نمانځله، په هېڅ ډول د شهيد له نوم سره مناسب نه دي .”
د ابراهيمي په خبره هغه کسان، د هېواد خير نه غواړي چې تېره ورځ يې په کابل کې ډزي کولې او خلکو ته يې ستونزې جوړولې .
ده پر دې هم نيوکه وکړه چې تېره ورځ د لويې جرګې په خيمه کې جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي خبرو ته پرې نه ښودل شو.
هغه زياته کړه : (( له مجددي صاحب سره داسې حرکت مناسب نه و، خو زه دومره ويلى شم،چې دغه حرکت سازمان يافته نه و، هسې د خلکو احساسات را وپارېدل.))
تېره ورځ د لويې جرګې په خيمه کې د شهيد اونۍ په اړه د جوړې شوې غونډې ګډونوالو په شور ماشور جوړولو سره ، حضرت صبغت الله مجددي ته د خبرو وخت ورنه کړ.
ويل کيږي يادو کسانو د ا کار ځکه وکړ، چې مجددي په ټاکنو کې د ولسمشرۍ له نوماند اشرف غني احمدزي ملاتړ کړى او بل نوماند عبدالله عبدالله يې په اوسنيو شرايطو کې د ولسمشرۍ لپاره وړ کس نه دى بللى.
ځينې کابل ښاريان هم د ولسي جرګې غړيو ته ورته نظر لري.
د يوه خصوصي پوهنتون زده کړياله وحيده وايي: ” متاسفانه چې تېره ورځ ځينې کسان د شهيد اونۍ په مراسمو کې د ګډون په موخه راوتي وو، خو خلک يې ځورول او حتى يو تن يې شهيد هم کړ. ډېر د افسوس ځاى دى، د دې پر ځاى چې د شهيدانو روح ته دعا وکړي په خپلو دې کړنو سره يې د شهيدانو روح ناارامه کړ .”
د خيرخانې اوسېدونکى محمدسليمان سباوون وايي:” تېره ورځ کابل د وحشت په ښار بدل شوى و، فکر مى کاوه چې په دې هېواد کې اصلا حکومت شتون نه لري او يا کېداى شي کودتا وي.”
هغه زياتوي: ” کوڅه ډبي به چې څلور لارو او پوليسو ته نږدې شول، فير به يې کاوه،خو زموږ پوليس دومره بيچاره وو، چې د هغوى مخه يې نه شواى نيولاى.”
سباوون وايي، چې دا ډول کړنې د شهيد مقام ته بې احترامي ده.
د تايمنيو اوسېدونکې ٣٥ کلنه مينا، وايي :” يو شمېر کسانو د شهيد مسعود له نوم څخه ناسمه استفاده وکړه او د خلکو د ځورولو لامل شول او په دې حساسو شرايطو کې يې د قدرت د ښودلو هڅه وکړه.”
د کابل ښار بل اوسېدونکى نذير احمد غوثي وايي چې تېره ورځ يو شمېر کسانو د احمدشاه مسعود له نوم څخه د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره ناسمه ګټه پورته کړه او د شهيدانو ارمانونه يې تر پښو لاندې کړل.
کابل ښاريان له امنيتي ځواکونو غواړي چې په راتلونکې کې د داسې کړنو مخه ونيسي.
د کورنيو چارو وزارت ويلي،چې د فريدون په نوم تېره ورځ د وژل شوي يو تن او پنځو ټپي شويو کسانو موضوع څېړي او عاملان به يې د قانون منګولو ته وسپاري.
د کابل د امنيه قوماندانۍ د څېړنو مشر مل پاسوال فريد افضلي، په دې اړه چې ولې پوليسو د تېرې ورځې د بې نظميو مخه ونه نيوه، وايي چې پوليسو په ټوليز ډول د پېښو مخه ونيوه، خو که مداخله يې کولاى،وضعيت نور هم خرابېده.
د هغه په وينا، روان سياسي کړکېچ د تېرې ورځې د بې نظميو لامل و.









