ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل د چټک غبرګون قطعې ته کمپلېکس جوړ شو

د زابل د چټک غبرګون قطعې ته کمپلېکس جوړ شو

author avatar
14 Sep 2014 - 11:33
د زابل د چټک غبرګون قطعې ته کمپلېکس جوړ شو
author avatar
14 Sep 2014 - 11:33

کلات ، ښرنه (پژواک ٢٣ وږى ٩٣): د زابل ولايت د پوليسو لپاره د پنځه نيم ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت يو کمپلېکس جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه کمپلېکس د زابل په مرکز کلات ښار کې جوړ شوى او پرون مازديګر د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو.

د زابل والي اشرف ناصري د دغه کمپلېکس د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ د پوليسو د چټک غبرګون د قطعې لپاره جوړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې ياده پروژه د دوو کلونو په موده کې د يو خصوصي شرکت له لوري د امريکا د متحدو ايالتونو د ٥،٥ ميليونه ډالرو په لګښت بشپړه شوې ده.

ناصري وويل چې دا ډول پروژې د افغان ځواکونو په پياوړتيا کې مهم رول لري او دوى د امريکا له متحده ايالاتو څخه له دې امله مننه کوي چې د زابل د پوليسو دې ستونزې ته يې پام کړی دى.

د زابل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني پژواک اژانس ته وويل چې د چټک غبرګون قطعې تر اوسه پورې د اوسېدو لپاره مشخص ځای نه درلود.

د ده په خبره چې له دې وروسته به د چټک غبرګون د قطعې ټول عمليات له دغه ځايه رهبري کېږي چې له امله به يې په عملياتو کې نظم او ښه والی رامنځ ته شي.

امنيه قوماندان وويل چې په تېرو دريو کلونو کې په زابل کې د پوليسو لپاره د امنيې قوماندانۍ تر څنګ، روزنيز مرکز او ګڼ نور تاسيسات جوړ شوي دي.

د روغ لېوني په خبره چې د پوليسو په ياد کمپلېکس کې د اوسېدو، خوړو، سپورت ځايونه او نور ملحقات جوړ شوي دي.

 

د يوه بل خبر له مخې د پکتيکا ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې.

ددې ولايت د کليو دپراختيا رييس انجنير نجيب الله جاهد پژواک ته وويل چې ياده ودانۍ په دوه پوړو کې جوړېږي چې اته خونې او نور ملحقات به ولري.

نوموړي زیاته کړه ، چې ددې ودانۍ دجوړېدومالي لګښت دنړیوال بانک له لوري ورکړل شوی، چې دوولس نیم میلیونه افغانۍ کېږي، او دجوړېدو چارې به یې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې ترسره شي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.