منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۴ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د اروزګان لسګونو ځوانانو بانک ته وينه ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

ترينکوټ (پژواک ٢٩ تله ٩٣): د اروزګان ولايت ګڼ شمېر ځوانانو او د مدني ټولنې غړو په رضاکارانه ډول د عامې روغتيا د مرکز د وينې بانک ته زرګونه سي سي وينه ورکړه.

ځوانانو له مسوولينو وغوښتل چې د دوى په وينه دې سوداګري نه کوي او اړمنو ته دې يې وړيا ورکړي.

ځوانانو دا وينه په داسې حال کې ورکړې چې د ترينکوت روغتون ته له جګړو هره ورځ ګڼ ټپيان ور وړل کېږي، چې وينې ته اړتيا لري.

د رحيم الله په نوم يوه تن پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى خوښ دي چې په ورکړې وينه به يې د ځينو کسانو ژوند وژغورل شي.

هغه زياتوي چې ډېرى مهال روغتون ته ناروغان او ټپيان ور وړل کېږي، خو په روغتون کې د وينې درک نه لګېږي چې له امله يې ځيني ټپيان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړي د روغتون له مسوولينو وغوښتل چې ورکړل شوې وينه اړو کسانو ته په وړيا توګه ورکړي او پر دې وينه سوداګري ونه کړي.

د روزي خان په نوم يوه بل ځوان چې زر سي سي وينه يې ورکړې، نور ځوانان هم هڅوي چې په دغه نېک کار کې برخه واخلي.

دى وايي چې له تېرو دوو کلونو راهيسې يې دا درېيم ځل دى چې وينه ورکوي او زياتوي چې وينه ورکول روغتيا ته ګټه رسوي.

د اروزګان د عامې روغتيا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال له ځوانانو او مدني ټولنې مننه وکړه چې په رضاکارانه توګه يې وينه ورکړه.

هغه زياته کړه چې دغه روغتون ته د ولايت له مرکز او ولسواليو هره ورځ ټپيان په داسې حال کې ور وړل شوي چې وينې ته سخته اړتيا وي او ډېرى مهال وينه نه پيدا کېږي.

د نوموړي په وينا، له دې وينې سره به د ګڼو ناروغانو ژوند وژغورل شي او خلکو ته يې ډاډ ورکړ، چې دا وينه به په سمه توګه مستحقو کسانو ته ورکړل شي.