منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

ننګ: د پوهنې د مسلکي کولو لپاره مو هڅې ګړندۍ کړې

پژواک خبري اژانس
· ۲ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

ګردېز (پژواک ٢٩ تله ٩٣): د پوهنې وزارت د مسلکي زده کړو معين وايي چې د پوهنيز سکټور د مسلکي کولو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.

محمداصف ننګ دا څرګندونې د تلې په ٢٩مه په پکتيا ولايت کې د ميخانيکي انسټيټيوټ لپاره د نوې ودانۍ د پرانيستلو پر مهال وکړې.

په دې اړه نيول شوو مراسمو کې پر نوموړي سربېره د پکتيا والي جمعه خان همدرد، د ولايتي شوراغړو او قومي مشرانو برخه درلوده.

ننګ وويل، پر دې ودانۍ٥٧٠ زره ډالر لګښت راغلی چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له خوا په پکتيا ولايت کې د کوکنار کرکيلې د صفر کېدو له امله ورکړل شوي دي.

ده زياته کړه، دا ودانۍ پر پنځه جريبه ځمکه، په درېيو پوړونو کې جوړه شوې، ۳۸ درسي او اداري خونې لري، د معادن، ځنګلونو، برېښنا او انجنيرۍ په ګډون به په کې ١٥ څانګې فعالې وي.

اصف ننګ زياتوي : ((موږ کوښښ کوو څو په ټول هېواد کې د پوهنې پر مسلکي اړخ زيات کار وکړو. په راتلونکو څو کلونو کې ډېره اړتيا لرو چې د مسلکي اړخ غښتلي يو.))

د پکتيا والي د دې مسلکي انسټيټيوټ په جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې په دغه ولايت کې د پوهنې سکټور ته بايد وده ورکړل شي.

نوموړي وويل، که څه هم اوس مهال زيات شمېر زده کوونکي ښوونځيو ته ځي خو د دوی پر کيفيت باندې بايد کار وشي تر څو په راتلونکي کې ښه پايله ولري.

همدرد وويل، د سيمې له اوسېدونکو له دولت سره د پوهنې په برخه کې مرسته کړې خو لا هم په دې برخه کې د دوی مرستو ته زياته اړتيا لري.

د پکتيا د ولايتي شورا مرستيال ډاکتر الله مير بهرامزى وايي، د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې ډېر شمېر ښوونځي بې ودانيو دي چې بايد پاملرنه ورته وشي.

هغه وويل چې د دې بې سرپناه ښوونځيو لپاره بايد ودانۍ جوړې شي.

د پکتيا ولايت په ١٤ ولسواليو کې ٣٤٠ ښوونځي او ښوونيز مرکزونه شته چې پر ښوونځيو سربېره يې ٧٨ لېسې، ١٤ ديني مدرسې، پنځه انسټيټيوټونه او اته دارالمعلمينه دي

د چارواکو په وينا په دې ښونيزو اداروکې د ٥٠ زره نجونو په ګډون ١٩٢زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي خو د دوى لپاره په شته ښوونځيو کې ١٦٢ هغه يې ودانۍ نه لري.