ميدانښار ( پژواک ۶ لړم ۹۳) :د ميدان وردګو چارواکي وايي چې د لوړو زده کړو وزارت پلان کې لري،چې ددې ولايت د پوهنتون د ودانۍ د جوړولو چارې راتلونکى کال پيل ،خو سږکال به ۲۰۰ محصلين دغه پوهنتون کې د کانکور له لارې جذب شي.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي د لړم په ۶مه پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل په پلان کې وه،چې د پخواني ولسمشر له لارښوونې سره سم د ميدان وردګو د پوهنتون ودانۍ د روان لمريز کال په ترڅ کې جوړه شوې واى .
نوموړی زياتوي ، که څه هم د دغه ولايت والي،په ولسي جرګه کې د دې ولايت استازو او نورو مخورو هڅې وکړې،چې د ودانۍ جوړولو لپاره له ماليې وزارت څخه بوديجه ترلاسه او چارې پيل کړي ، خو د بوديجې د کموالي له امله دوی په دې بريالي نه شول .
د هغه په وينا، د دغه ولايت يو شمېر سوداګر هم پلان لري چې د پوهنتون د احاطې دېوال له خپل شخصي لګښت څخه جوړه کړي،چې دغه چاره به هم په راتلونکي کال کې ترسره شي .
بله خوا د والي وياند وايي چې په راتلونکي لمريز کال کې به ۲۰۰ تنه محصلين د ميدان وردګو پوهنتون لپاره د کانکور له لارې جذب شي .
عطاالله خوږياڼي وويل ، دغه محصلين به د کرنې په پوهنځي کې جذب شي او د لوړو زدکړو او کورنيو چارو وزارت د هوکړه ليک له مخې دوی به د سيداباد ولسوالۍ د دشتې ټوپ د پوليسو په روزنيز مرکز کې خپلې زدکړې ترسره کړي.
هغه وايي، د کورنيو چارو وزارت د پوهنتون لپاره د پوليسو په ياد روزنيز مرکز کې درې بېلابېل تعميرونه چې په کې تدريسي،اداري او ليله شامل دي ، په واک کې ورکړي .
خوږياڼی زياتوي، اداري او تدريسي ودانۍ ۱۸ خونې لري او د ليليې ودانۍ پر يو وخت د نږدې ۳۰۰ تنو د اوسېدو ظرفيت لري .
د نوموړي په وينا،د لوړو زده کړو وزارت اوس مهال دميدان وردګو پوهنتون لپاره انجنيرعبدالرحمن عثمان د سرپرست رييس په توګه ټاکلی او ژر به ۱۶ نور اداري او تدريسي تشکيل ورکړي .
بله خوا ددې ولايت يو شمېر اوسېدونکي نيوکه کوي، چې د دغه پوهنتون د جوړېدو چارې ځنډنۍ شوې دي.
ددې ولايت يو تن اوسېدونکي هدايت الله پژواک ته وويل چې ددې پوهنتون د ودانۍ د جوړېدو ډبره څو مياشتې مخکې اېښودل شوې، خو تر اوسه يوه تيږه په بله نه ده اېښودل شوې.










