منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغان- ترک لېسو مډال راوړونکي وستايل شول  

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

کابل(پژواک، ٧ لړم ٩٣): د افغان- ترک لېسو د روان کال په علمي المپيادونو کې د سروز زرو، نقرې او برونزو ٢٠٤ مډالونه تر لاسه کړي دي.

د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو المپيادونو کې د افغان- ترک لېسو له  ٨٠ زده کوونکو سربېره، د اذربايجان، هندوستان، ترکيې، قزاقستان، رومانيا، بلغاريا، کينيا او نايجريا د لېسو زده کوونکو هم ګډون کړى و.

سرچينه ليکي چې د افغان- ترک لېسو زده کوونکي د يادو هېوادونو د زده کوونکو تر منځ توانېدلي چې د سرو زرو ٥٧، د نقرې ٧٣ او د برونزو ٧٤ مډالونه تر لاسه کړي.

د افغان -ترک لېسو د ادارې د معلوماتو له مخې، دغه سيالۍ د رياضي، کمپيوټر، فزيک، کيميا، بيولوژي، د ژوند چاپېريال، ترکي ژبې او ټولنيزو علومو په برخه کې په بېلابېلو اسيايي هېوادونو کې ترسره شوې دي.

د افغان- ترک لېسو دغه زده کوونکي نن په کابل کې په هغه غونډه کې وستايل شول چې د پوهنې وزارت سرپرست فاروق وردګ هم په کې ګډون کړى و.

د پوهنې وزارت سرپرست په يادو مراسمو کې ويلي دي، دغه زده کوونکي ځکه د ستاينې وړ دي چې د مډالونو تر لاسه کولو سربېره توانېدلي چې د افغانستان بيرغ د نړۍ په کچه ورپوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوسمهال په کابل، مزارشريف، شبرغان، هرات، جلال اباد او کندهار ولايتونو کې د افغان- ترک ١٦ ښوونځي شته ، چې تر اوسه يې ٤٠ زره زده کوونکي فارغ کړي دي.

دا ډول سيالۍ تر دې وړاندې کلونو کې هم شوې دي.

په کابل کې د افغان- ترک د ښوونځيو عمومي رييس نعمان اردوغان په کابل کې نننيو مراسمو ته ويلي چې تر اوسه ددغو لېسو زده کوونکو په بېلابېلو سياليو کې ٥٦٣ مډالونه تر لاسه کړي دي.

هغه ژمنه وکړه چې د افغان – ترک ښوونځيو فعاليتونه به په افغانستان کې د حکومت په همکارۍ پراخه کړي.