ترينکوټ (پژواک ٨ لړم ٩٣): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښارکې د دغه ولايت ۴۰۰ نارينه او ښځينه ښوونکو ته د ځمکې د نومرو وېش پيل شو.
د اروزګان والي امان الله تيموري د لړم په ٨ مه د دغو نومرو د وېش د پيل پر مهال وويل، چې په دغه دوه سوه جريبه ښارګوټي کې د ښوونکو د کورونو تر څنګ يوه امنيتي حوزه، يو روغتون، وړکتون او پارک لپاره هم ځمکه په پام کې نيول شوې ده.
تيموري له ښوونکو وغوښتل چی په ورکړل شوو نومرو باندې ژر تر ژره کورونه جوړ او د امکان په صورت کې به حکومت ورسره د کورونو په جوړولو کې هم مرسته وکړي.
د دغه ولايت د پوهنې رييس احسان الله ناشر پژواک اژانس ته وويل چې په دغه ښارګوټي کې شاوخوا ۴۰۰ ښوونکوته نومرې وېشل کېږي او د هغو ښوونکو ورثه وو ته هم يوه يوه نومره په پام کې نيول شوې چې د دندې پر مهال يې خپل ژوند له لاسه ورکړى وي.
دى وايي چې ښوونکو ته دا نومرې د يوه معيار له مخې ورکول کېږي او د نومرې له ترلاسه کولو وروسته به ژمنه کوي چې لس کاله به په دې برخه کې خدمت کوي.
د هغه په وينا، ډېر ژر به په ولسواليو کې هم دا لړۍ پيل کړي.
د سيد رحيم په نوم د ترينکوټ ښار د کوټوالو سيمې اوسېدونکى وايي، مشر ورور يې چې ښوونکى و، څو مياشتې مخکې د وسله والو له لوري ووژل شو.
هغه زياته کړه چې نن يې د خپل ورور د ورثه په توګه د ځمکې نومره ترلاسه کړه او په دې برخه کې يې له حکومت څخه مننه وکړه.
د يادونې ده چې څو ورځې مخکې د غزني ولايت پر ښوونکو هم د ځمکو د نومرو د وېش لړۍ پيل شوې ده.










