جلال اباد ( پژواک، ٢٠ لړم ٩٣ ) : پر جلال اباد ښار د هاوان مرمۍ په يوه بريد کې يو ملکي وګړى وژل شوى او ٩ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د لړم په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هاوان دوه مرمۍ نن سهار په شاوخوا اته نيمو بجو پر جلال اباد ښار توغول شوې وې.
هغه زياته کړه، چې يوه مرمۍ د جلال اباد ښار په مرکزي سيمه ډنډ غاړه د سمنټو په کوڅه کې لګېدلې ده.
دى وايي چې په دې پېښه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او ٨ نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، بله مرمۍ له امير شهيد بڼ سره نږدې لګېدلې ، خو کوم زيان يې نه درلود.
د ننګرهار د ملکي روغتون يوه ډاکټر، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته يو جسد او ٩ ټپيان راوړل شوي دي.
د حاجي قند په نامه يوتن چې د هاوان مرمۍ يې ددوکان مخې ته لګېدلې، پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې يې درې مزدور کاران ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په کوڅه کې ولاړ د يوه زرنج چلوونکى وژل شوى دى.
د دې بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده چې تېره ورځ په جلال اباد ښار کې د يوه ځانمرګي بريد له امله د پوليسو د اکاډمۍ درې استادان وژل شوي وو.










