ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې پر بهرنيو ځواکونو دويم ځانمرګي بريد يو ملکي وګړى وژلى

جلال اباد کې پر بهرنيو ځواکونو دويم ځانمرګي بريد يو ملکي وګړى وژلى

author avatar
13 Nov 2014 - 13:21
جلال اباد کې پر بهرنيو ځواکونو دويم ځانمرګي بريد يو ملکي وګړى وژلى
author avatar
13 Nov 2014 - 13:21

جلال اباد (پژواک، ٢٢ لړم ٩٣): په جلال اباد ښار کې پر ناټو ځواکونو دويم ځانمرګي بريد يو ملکي وګړى وژلى دى.

دغه دويم ځانمرګى بريد نن (د لړم ٢٢مه) غرمه شاوخوا دوولس نيمې بجې د جلال اباد ښار اړوند د لسمې ويالې په سيمه کې شوى دى.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لسمې ويالې په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو موټر د تېرېدو په حال کې وو چې ځانمرګي بريدګر د سرف موټر په وسيله چاودنه وکړه.

نوموړى وايي چې په سرف موټر پسې يو زرنج موټر سايکل روان و چې چلوونکى يې وژل شوى او يو بل عام وګړى ټپي دى.

د ده په خبره چې بهرنيو ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى او ځانمرګى بريدګر له موټر سره يوځاى له منځه تللى دى.

د ملکي روغتون يوه نوکريوال ډاکتر پژواک اژانس ته وويل چې د پېښې له سيمې يې دوى ته يو ټپي ور وړى چې تر درملنې لاندې دى

عيني شاهدان وايي چې دويم ځانمرګى بريد د بهرنيو ځواکونو پر هغو موټرو شوى چې نن سهار په شوي ځانمرګي بريد کې ويجاړ شوى موټر يې لېـږداوه.

نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد په رنګ روډ سيمه کې د الټو موټر په وسيله پر ناټو ځواکونو ځانمرګى بريد وشو.

ځايي چارواکي وايي چې په دغه بريد کې د ناټو ځواکونو يو پوځي موټر ويجاړ شوى، خو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو عيني شاهد نعيم الله پژواک اژانس ته وويل چې دغه ځانمرګى بريد د يوه مازدا موټر په وسيله شوى دى.

هغه زياته کړې چې يو بهرنى سرتېرى يې په ټپي حالت کې ليدلى دى.

ايساف لومړى بريد منلى، خو زياتوي چې مرګ ژوبله يې نه لرله.

وسله والو طالبانو د لومړي ځانمرګي بريد مسووليت اخيستى او د ګڼ شمېر امريکايي سرتېرو د وژلو ادعا يې کړې خو د دويم ځانمرګي بريد په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

 

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.